د ضمیر مرجع

لیکوال : عزت الله نورزی

هغه نوم  چې ضمیر يې ځایناستی شوی وي، د ضمیر مرجع ګڼل کېږي؛ لکه:

خدایه! ته خپله شاهد يې چې څه وايي.

دلته دوه ضمیرونه «ته» او «خپله» د خدای پر ځای راغلي دي، نو د دواړو مرجع خدای ده. البته شخصي ضمیرونه زیاتره وخت مرجع نه لري، یعنې خپله د اسم په حالت څرګندېږي لکه: زه کور ته ځم. په دې بېلګه کې مرجع نشته، «زه» هم ضمیر او هم مرجع ده.

یا ته خبرې کوې.

دوی مې ښه نه اېشي.

هغوی ډېر وران دي.

مرجع زیاتره وخت تر ضمیر مخکې او ځينې وخت وروسته ترې راځي. مرجع په دوه ډوله ده:

۱ – مخکې له ضمیره: په دې حالت کې مرجع مخکې ذکر کېږي، وروسته ضمیر راځي. په پښتو کې دا مرجع ډېره راځي. بېلګه يې:

احمد کتاب راوړ او ويې لوست. (احمد: مرجع/ يې: ضمیر)

بریالی او زلمی ټولګیوال دي، دوی دواړه په ښار کې اوسېږي. (بریالی او زلمی: مرجع/ دوی: ضمیر)

۲ – تر ضمیر وروسته مرجع : دلته لومړی ضمیر ذکر کېږي، بیا مرجع راځي، دا ډول مرجع په پښتو کې ډېره کمه کارول کېږي، لکه:

چې وزېږېد، ډېوې يې نوم فیصل کېښود. (يې: ضمیر/ فیصل: مرجع)

ځينې وخت په جمله کې دوې مرجعګانې وي، هلته که موږ د یوې مرجع لپاره ضمیر کاروو، مانا ګونګه کېږي. نو باید مرجع ذکر شي، لکه:

له حمید او صمد سره مخامخ شوم، د دوی په خبرو نه مړېدم،  بیا صمد وویل چې ځم کار لرم.

په پورتنۍ جمله کې د «صمد» پر ځای «ده» یا کوم بل ضمیر راوړل جمله ګونګه کوي، سړی نه پوهېږي چې له «ده» څخه مطلب څوک دی. نو  دلته د مرجع یادول اړین دي.