د طالبانو او مسکو ناسته ګلمرجانۍ شوه

روسانو هڅه وکړه چې له طالبانو سره په خپلو اړیکو نړیوال مهر ولګوي او د سیمې د هېوادونو په حضور کې له طالبانو سره راشه درشه رسمي کړي، خو امریکایانو نه یوازې خپل ګډون پکې رد کړ، بلکې هڅه یې وکړه چې د زلمي خلیلزاد په ټاکلو د طالبانو هیله له ماسکوه شنډه کړي.

په لومړي ګام کې ولسمشر غني وتوانېد چې د تېر سپټمبر پر څلورمه د روسیې په نوښت په ماسکو کې د یوه اړخ په توګه دافغان سولې په تړاو له طالبانو سره د روسیې او څو نورو هېوادونو ناسته وځنډوي او کابل ته هم د ناستې د ګډې مشرۍ ونډه تر لاسه کړي.

امریکا په دې لړ کې د افغان سولې او ټیکاو او له دغې ۱۷کلنې جګړې د ځان خلاصولو په موخه نېغ په نېغه له طالبانو سره د خبرو بهیر ته زور ورکړ او افغاني الاصله امریکايي ډیپلوماټ زلمي خلیلزاد ته یې د دې شخړې د پای ته رسولو په موخه د خبرو اترو واک وسپاره.

خلیلزاد د خپل ماموریت پیل له کابله وکړ، اسلام‌اباد، ریاض او دوحې ته ولاړ او بېرته یې ولسمشر غني ته د خپلو لیدنو جزییات وړاندې کړل. راپورونه وايي چې ښاغلي خلیلزاد په دوحه کې په قطري چارواکيو سربېره له طالب استازيو سره هم ولیدل او د سولې د خبرو پر پیل یې لومړني تماسونه او راشه درشه بریالۍ وه.

تر اوسه د خلیلزاد د وروستیو تر سره کړو خبرو جزییات نه دي خپاره شوي، خو داسې ویل کېږي چې په راتلونکو څو ورځو کې به بیا دوحې او واشنګټن ته ولاړ شي او د سولې خبرو ته به رسمي ور ودانګي.

بل خوا د ماسکو او طالبانو تر منځ په اړیکو کې تر هغه وروسته خړپړتیا ډېره شوه چې د کابل په غوښتنه یې روسیې ته د طالبانو د ورتلو وېزې کنسل کړې او مسکو طالب پلاوي ته د روسیې د سفر د موزو د ایستلو احوال ورکړ.

تېر ځل ماسکو د طالبانو هغه شرط منلی و چې د طالبانو سپین بیرغ به د غونډې د نورو برخه‌والو هېوادونو د بېرغونو په خوا کې درېږي چې د منل شوي پروټوکول مهم اړخ و.

له طالبانو سره دا هم منل شوې وه چې د کنفرانس پر مېز به هم د دوی کوچنی بیرغ د دوی د پلاوي مخې ته ایښودل کېږي. راپورونه وايي چې د دغه پروټوکول تابیا د پاکستان په هڅو شوې وه او په بالقوه ډول طالبان د لسو هېوادونو په منځ کې د یوه خپلواک اړخ په توګه خبرو ته بلل شوي او منل شوي وو. امریکايانو داسې اشارې ورکړې چې دوی همدغه ډول پروټوکول ته په لیدو سره د ماسکو په ناسته کې له ګډونه ډډه وکړه.

دغې ناستې ته د منځنۍ اسیا په هېوادونو سربېره چین، ایران، پاکستان او هندوستان ور بلل شوي وو. کابل هم په لومړیو کې خپل ګډون پکې رد کړ، خو وروسته یې هڅه وکړه طالبانو ته په ماسکو کې د دغه ډول امتیازورکولو مخه ونیسي او د افغان دولت بهرنی حاکمیت خوندي کړي.

دا په تېرو څلوېښتو کلونو کې د افغان شخړې د دخیلو اړخونو د پېژندګلوي دویمه هڅه ده چې دا ځل د لوېدیځ پر ځای ماسکو وکړه. څلور لسیزې وړاندې مجاهدین د لوېدیځ او اسلامي نړۍ د هېوادونو له خوا په کابل کې د واکمن نظام په خوا کې د افغانستان د ناورین د یوه اړخ په توګه په رسمیت وپېژندل شول او د هغوی استازي به د ملګرو ملتونو په دفترونو سربېره امریکا، اروپا اواسلامي هېوادونو ته د غونډو لپاره تلل راتلل.

هغه مهال هم د کابل مخالفو مجاهدینو ته پاکستاني پاسپورټونه کارېدل او اوس هم ورته ډرامه پیل شوې او په پاکستاني پاسپورټونو طالب استازي د نړۍ یوې او بلې برخې ته روان دي. پاکستان په وروستیو کلونو کې هڅه کړې چې د افغانستان د شخړې د یوه رسمي اړخ په توګه طالبان مطرح کړي او له جرمني، ناروې، بیجینګ، دوحې او عرب متحده اماراتو وروسته یې په ماسکو کې د یوه ځواکمن اړخ په توګه له خپل نوم، نښان او بیرغ سره د بېلابېلو هېوادونو د استازيو په څنګ کې ودروي.

د ماسکو پلان شوې ناسته د طالبانو لپاره ښکاره نړیوال ډیپلوماټیک بری بلل کېده چې که شوې وای په لومړي ځل به طالب پلاوی له خپل سپین بیرغ سره پر یوه نړیوال دریځ را برسېره شوې وای.

ښايي ماسکو په سیمه کې د نوې لویې لوبې د پیل او د واشنګټن د ننګولو لپاره دغه هڅه کړي وي، خو تر شا یې ممکن د پاکستان او طالبانو په ګډون ډېرو نورو اړخونو خپلې موخې تعقیبولې چې د افغانستان روان ناورین یې د ډېرو افغانانو په باور په بل لوري بیوو.

اوس یو ځل بیا د پوتین د یارانو او طالبانو تر منځ د هماغې ځنډول شوې ناستې د جوړېدو لپاره تماسونه په ټینګېدو دي، خو دا ځل د لوبې ډیزاین توپیر لري. ماسکو له کابل سره هوکړې ته رسېدلی چې د غونډې مشري به په ګډه کوي او د طالبانو بیرغ به د ناستې د مېز پر سر او د تالار په دهلېزونو کې نه درول کېږي.

د راپورونو پر اساس طالبان له دغه ډول بلنې سره جوړ نه دي او خپل شان او شوې هوکړې ته یې سپکاوی بولي. د هغوی تمه دا ده چې د ماسکو په نوښت او مشري ناستې ته لېواله دي او په دې هم اعتراض نه لري چې افغان حکومت دې د یوه اړخ په توګه په ناسته کې برخه ولري، خو د خپل نښان او بیرغ په لرلو یې ټینګار تر هغه وروسته زیات شوی چې په اګسټ کې ورسره روسانو ورته پروټوکول منلی و.

سیاسي شنونکي وايي چې ماسکو په لوی لاس د طالبانو غوښتنې او سیاسي مورال لوړ کړی او بېرته یې کوزول دواړو غاړو ته اوس ډیپلوماټیکه ننګونه بلل کېږي. د اوس لپاره د افغانستان د سولې په تړاو په ماسکو کې کېدونکې ناسته هم روسیې، هم کابل او هم طالبانو ته د ګټې یو چانس او ننګونه بلل کېږي چې نه تر سره کېدل یې له واشنګټنه پرته دریو واړو اړخونو ته د یوه مهم چانس له لاسه وتل ګڼل کېږي.

خو امریکا وتوانېده چې په یوه ډول سره د وسله‌والو طالبانو پام له ماسکوه بېرته د واشنګټن پر لور ور واړوي او له افغان سولې د اوس لپاره د ماسکو اغېز یو څه څنډې ته کړي.

سرخط ورځپاڼه