د طالبانو سرچینې وايي، پاکستان د دوی یو مشر ملا برادر خوشی کړی دی

د طالبانو ځينې سرچینې وايي، چې پاکستاني حکومت د دوی یو مشر ملا عبدالغني برادر د چارشنبې په ورځ مازديګر مهال خوشی کړی دی.

ځینې رپوتونه وایي، له نوموړي سره دوه تنه نور طالب مشران هم خوشې شوي.

د پاکستان ځینو استخباراتي سرچینو هم تېره شپه ناوخته تائيد کړې ده، چې ملا برادر يې خوشې کړی دی.

ملا برادر شاوخوا اته کاله وړاندې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د امریکايي او پاکستاني ځواکونو په ګډو عملیاتو کې نیول شوی و.

عبدالغني برادر چې اته کاله وړاندې نیول کېده، هماغه وخت د طالبانو په پخواني مشر ملا محمد عمر پسې دویم مهم مشر بلل کېده.