د طالبانو مشر ملا هیبت الله اخند ته پرانیستی لیک

د طالبانو مشر ملا هیبت الله اخند صاحب او نورو درنو مشرانو ته سلامونه او نیکې هیلې وړاندې کوم. زه تاسو ته د یو ځانګړي احترام له مخې خپلې خبرې پیلوم. دا په دې معنی چې علما په ټولنه کې د قدر وړ خلک دي او مونږ ورته په بشپړ احترام قایل یو.

قدرمن مشره! په لومړي سر کې درته د سولې په اړه د خدای تعالی دغه ایت وړاندې کوم. خدای (ج) فرمایلي دي: ( إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ) الحجرات، ۱۰ آیت

ژباړه: په تحقیق سره مومنان خو یو د بل سره وروڼه دي، نو د خپلو وروڼو په منځ کې مناسبات سم او سوله وکړئ.

په قران کریم کې د جهاد نوم راغلی دی، مګر سوله یې د خیر او نېکمرغۍ لار ګڼلې ده. محترم ملا هیبت الله اخند صاحب! دا چې زه تاسو ته د اسلامي احکامو په تړاو خبرې کوم، بښنه غواړم؛ خو خبره دا ده، چې ما له ډېرو داسې بې طرفه علماو کرامو او مفتیانو سره بحث کړی دی، چې نه ستاسو ملګري وو او نه هم د حکومت. ما ورسره په دې تړاو خبرې کړې دي، چې ایا په اوسنیو حالاتو کې جګړه د دې هېواد په ګټه ده او که سوله؟ هغوی په ډېر جرائت راته ویلي دي، چې سوله ګټوره ده. مګر د دې خبرې یادونه یې هم راته کړې ده، چې په حکومت کې هم فساد او بې عدالتي نوره د زغم وړ نه ده.

د افغان طالبانو له ټولو مشرانو سره د یو دردیدلي افغان په توګه خپل درد شریکوم. غواړم ستاسو د یوه وطنوال، ستاسو د غم او ښادۍ شریک او ستاسو د یوه ورور په توګه خپل هغه مسوولیت ادا کړم، چي سبا د الله (ج) په حضور کی مختورن نه یم او تاریخ مي پړ ونه بولي.

ډېرو قدرمنو افغان طالبانو، مشرانو او کشرانو! غواړم په لنډو ټکو کې خپلې خبرې درته واضح کړم. دا چې تاسو له دولت څخه خپه یاست، ولس او دولت دواړه درسره روغه کول غواړي. دیني ارزښتونو، د خاورې تمامیت او استقلالیت ته په کتو خپل بحث پیلوم.

ستاسو تېر امارت چې ملا محمد عمر اخند یې مشري کوله، داسې وخت و، چې ټوپک سالاري، ظلم، بې ناموسي او کور په کور جګړه روانه وه. مطلب دا چې د ځنګله قانون واکمن و. چا به چې وسله او زور درلود، په بې وسو به یې ظلم کاوه. د هغه وختونو کیسې راته ډېرو مشرانو کړې دي او وایي چې، خپل بې ږېرې ماشومان به یې د باندې نه پرېښودل، ځکه ټوپک سالارانو به په زور ورڅخه ګرځول. یوه خبره باید واضح کړم. هغه دا چې مجاهدین او ټوپک سالاران سره جلا کوم. مجاهدین هغه څوک وو، چې په خپل وطن یې سر قربان کړ. څوک یې نه بې عزته کول. د چا په حق کې یې تصرف نه کاوه. دوی هغه څوک وو، چې د خدای ‌ج ‍‌د رضا لپاره یې خپل سر او مال قرباني کړل. لوږې یې تېرې کړې او په غرونو کې یې مزلونه کړي دي. دا یې ټول د خدای تعالی د رضایت په هدف ترسره کړي دي. دوی ته مو سلام دی او کارنامې به یې د تاریخ حافظه د تل لپاره په زرینو تورو خوندي ساتي. بل ټوپک سالاران دي، چې نه چندانې استعداد لري او نه هم له وطن سره کومه مینه. سیاست یې یوازې لوړ پوړه ودانۍ جوړول او عیاشي کول دي. د واک دومره تږي دي، چې که وزارت او یا هم ولایت په واک کې ولري، هر څه سم دي او که واک ونه لري، نو هرڅه خراب ګڼي، چې ترڅنګ یې د سالم سیاست لپاره مبارزه هم نه شي کولای. دا ځکه، چې هغوی نه د وطن ملي ګټې پېژني او نه هم د دې مظلوم ولس درد دواء کولای شي. په دې اساس زه دوی ته مجاهد نه شم ویلی او د ټوپک سالار خطاب ورته کوم. دا زمونږ په ټولنه کې تر ټولو ذلیل خلک دي او د اصلاحاتو مخه یې ډب کړې ده. په په تیرو څلویښتو کالو کی هرحکومت سهوې او غلطۍ وکړې. ښه دا ده، څو تېرو بد بینیو ته لاړ نه شو او ملي ګټو ته په کتو ګډ کار وکړو.

د طالبانو قدرمن مشره! زه تاسو ته د سولې وړاندیز کوم. دا وطن او بې چاره ولس دومره تباه شو، چې اوس په کار ده، څو مونږ او تاسو په ګډه د همدې یتیمانو پالنه وکړو، ‌‌ډوډۍ او عزت ورکړو. دا به مو لوی جهاد کړی وي. زه د خپلو سترګو لیدلی حال بیانوم.

میندې د مرستو لپاره په انتظار ناستې وې. زما دا عادت و، چې کله به مې دغه ډول اړ میندې/خوندې ولیدلې، نو د کور د سرپرست پوښتنه به مې یې کوله. چا به ویل، چې خاوند مې په پولیسو کې شهید شو، واړه بچیان لرم. چا به ویل، زوی مې د طالبانو پر ماین وخاته او رانه جلا شو. دا د مرګونو کیسې به اکثرو میندو په ژړا کولې له خپلې بې وسۍ او بې کسۍ څخه به یې اوښکې تویولې. یو ځل په همدغه ښځو کې دوه میندې څنګ په څنګ ناستې وې، یوه وايي زوی مې په سرحدي پولیسو کې شهید شو او بلې ویل، چې زوی مې له طالبانو سره وظیفه اجرا کوله او په بمبار کې شهید شو.

دا ډول تور سرې په بازار کې ډېرې تر سترګو کیږي او فقر کوي. دوی په همدغو جګړو کې د خپلې کورنۍ غړي له لاسه ورکړي دي. په دې کې داسې تور سرې شته، چې مخکې به یې چا پلو هم نه سو لیدلی، مګر اوس خیرات ټولوي.

د طالبانو محترمو مشرانو! زه ستاسو سره د یو افغان په توګه خبرې کوم او د یوه مسلمان افغان په توګه دا درته وایم، چې په جګړه کې ګټه نه سو کولای، پر تاسو مو هم زړه سوځیږي، ځکه چې د افغان نوم درباندې یادیږي. ستا کونډه او یتیم هم له مومږ څخه پالنه غواړي.

ستاسو د لومړي تحریک په پیل کې چې ملا محمد عمر یې مشري کوله، ولس د عدالت په نوم هېڅ نه پېژندل، مګر تاسو ټوپک سالاري ختمه او عدالت ته مو لار پرانیسته. ولس هم درسره شو؛ خو تاسو بیا ملا شاهي جوړه کړ. د ډاکټر او انجنیر په ځای مو هم له ملا څخه کار اخیسته. د ایران د اخوندانو سیاست مو نه و مطالعه کړی، د مولانا فضل الرحمن او مولانا سمیع الحق سیاسي مبارزه مو نه وه لیدلې، چې په ګوند کې به د ډاکټرانو او انجنیرانو تر څنګ ښځو هم ورسره ګډ سیاست کاوه.

زه یو ځل بیا د دې خبرې یادونه کوم، چې که تاسو د پردیو خبره کوئ، چې له هېواد څخه دې و وځي، د دې تضمین شته، چې د نړۍ هغه استخبارات چې زمونږ د نظام د ړنګېدو هڅه کوي، مخه یې ونیسو؟ مونږ په کور د ننه هم ډېرې ستونزې لرو. په داسې حالاتو کې مونږ نړیوالې همکارۍ ته ضرورت لرو.

ما تاسو ته لومړی د خدای تعالی کلام وړاندې کړ او بیا له کفارو سره د رسوالله ص د حدیبې تړون. ما مخکې هم یادونه وکړه، چې دې ملت د نړۍ په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه ګاللې ده، چې تر څلوېښتو کلونو پورې ورسېده. ټول بېچاره ملت د سولې سولې نارې وهي. زه داسې وایم، چې دا ملت وژنئ او بیا یې پر قبرونو باندې حکومت کوئ؟ دا له نسل وژنې پرته بل څه معنی لري؟ زه دا منم، چې په بُن کې دا تېروتنه وشوه، چې تاسو یې نفي کړئ. په کور ناست طالبان په نا حقه زندانونو ته ولوېدل. توپیري چلند ورسره وشو. په حکومت کې پراخه اداري فساد او بې عدالتي موجوده وه او په نظام کې داسې کسان هم وو، چې د خپلو شخصي ګټو په خاطر یې سوله نه غوښتله او حکومت هم د سولې کیلي د همدغو کسانو په لاس ورکړې وه.

زه دا خبره کوم، چې که تاسو غواړئ، چې په دې وطن کې ښه عدالت وي، فساد له منځه لاړ شي، نو راسئ سیاست وکړئ. میدان ته را ووځئ او په عملي ډول د هېواد چارې په لاس کې واخلئ. که تاسو وایاست، چې ولس زمونږ دی، د یوه منظم ګوند په توګه د ولسي جرګې او ولسمشرۍ لپاره خپل کاندید ودروئ. حکومت جوړ کړئ. لویه جرګه را وغواړئ. داسې اساسي قانون جوړ کړئ، چې ملت یې غواړي. له مونږ خو مو زړه تور دی، چې یوازې ښوونځي جوړوئ. راسئ مدرسې او د دیني زده کړو نړیوال مرکزونه جوړ کړئ.

دا ښکاره خبره ده، چې ستاسو وزیرانو بلند منزلونه نه جوړول، بیا نو دا ولس فاسد وزیر یا والي نه غواړي؛ تاسي به غواړي. په دې کې هېڅ شک نشته، چې د غوره حکومتولۍ لپاره پر وطن مین او پاکو خلکو ته اړتیا ده. زمونږ سرتیري د دې وطن د ارمانونو لپاره خپل سرورنه قربانوي او پنځه وخته لمونځ کوي. همدا غواړي، چې دا وطن په پښو ودریږي، د بل له احتیاجه خلاص شو، ګاونډي مو کور ته ډبرې را ونه غورځوي، په هېواد کې مو صنعت موجود وي او د ناروغانو علاج مو خپل ډاکټران وکړي.

بله خبره دا ده، چې که غواړئ دا جګړه په جګړې ګټئ، نو دا خو بیا هماغه زړه تاریخي تېروتنه کوئ؛ مګر اوس ولس ویښ سوی دی، ستاسو څخه سیاست، اقتصاد او صنعت غواړي. تاسو د نړۍ اسلامي هېوادونو ته وګورئ، چې هغوی د خپل هېواد چارې په کوم ډول مخ ته وړي. زما دا خبرې د پېغور او نصیحت په معنی نه دي. د یوه افغان په توګه دا خپل مسوولیت ګڼم چې دا ترخه حقیقتونه بیان کړم. که څه هم دا خبرې د سر په قېمت دي، مګر د سولې په خاطر خپل سر قربانولو ته هم تیار یم.

ما مخکې هم و ویل، چې دا ولس نور د جګړو زور نه لري. که څه هم دا خبرې د حکومت د سولې تر نامه لاندې د مشرانو دنده ده؛ خو د وطن د لویو ګټو په خاطر نن دا د هر افغان مسوولیت دی، چې د سولې خبرې وکړي. زه د یو افغان په صفت خپل تاریخي مسوولیت ادا کوم. ولسمشر محمد اشرف غني په سوله باور لري او هر ډول قربانۍ ورکولو ته چمتو دی او ولس هم پرلتونه جوړ کړي دي.

یو ځل مخکې هم چې کله د سولې خبرې تودې شوې، نو بهرنیانو په تدریجي ډول له هېواد څخه وتل پیل کړل؛ خو کله چې په افغانستان کې بیا جګړې زور واخیست، نو هغوی د پاتې کېدو هڅه وکړه. که چېرې اوس سوله حاکمه شي، نړیوال باید مجبور کړای شي، چې له هېواد څخه مو ووځي.

له ښاغلي حکمتیار سره سوله وسوه، ایا حکمتیار اوس انحصار دی؟ او که په ازاد ډول خپل سیاست کوي؟ حتی پر سټیج هم وايي، چې بهرنیان باید په تدریجي ډول ووځي. پر حکومت هم سالم نقد کوي. د حکمتیار په راتلو هم ځینو دا خبرې کولې، چې دا جنګسالار دی.

مګر تاسو باور وکړئ، چې زه له دې جهادي رهبرانو څخه هم ګیله من یم. ټولو دوستانو ته مې همدا ویل، چې د سولې مخالفت مه کوئ. هر افغان چې پخلا کیږي او سولییز ژوند کوي، ټول ملت یې باید سولې ته لبیک و وايي. ما د حکمتیار په اړه دوه درې مقالې لیکلې دي. په هغو کې مې ولس ته همدا ویل، چې د جنګ خبرې پرېږدئ. که په دې تله مو وتلل، نیم مسوولین به زندان ته ځي.

زه یو ځل بیا دا خبره کوم، چې ولسمشر اشرف غني، د ملي وحدت حکومت او د سولې شوری مخامخ درسره کښيني او که په دې شوری باور نه لرئ، بې طرفه، د وطن ملي ګټو ته ژمن او د ازادو خلکو لست اعلان کړئ او دوی دې منځګړیتوب وکړي. راځئ چې په سوله باور وکړو او د وطن په خیر یې وبولو. پر ولس هم دا ږغ کوم، چې د سولې کار باید حکومت ته پرې نږدي. د سولې حق تر ټولو ملت زیات لري. ملته! پر تا هره ورځ کربلا جوړه ده؛ ته لا هم د سولې لپاره نه راوځې؟ په یوه ورځ را ووځئ او نړیوالې ټولنې ته ووایاست، چې په سوله کې راسره مرسته وکړئ. ټولې نړۍ ته ووایاست. د بشر حقوقو په کورنیو او بهرنیو بنسټونو باندې ږغ وکړئ، چې مونږ مظلوم یو. دومره وژل کیږو، چې په دفن کولو پسې مو څوک نه رسیږي. هغه چې ګوډان او شلان دي، پر سړکونو دې پرېوځي او همدا اواز پورته کړي، چې مونږ سوله غواړو.

علماو او د هېواد خواخوږو مشرانو، پر ټولې نړئ ږغ وکړئ چې سوله غواړو. زه په ډاډ وایم چې که حکومت او طالب سوله ونه کړي، د ملت حوصله نوره ختمه ده او دا حالت نه شي برداشت کولای. تاسو په دې وروستیو کې ولیدل چې په پاکستان کې پښتانه له ظلم او وژنو څخه تنګ راغلي وو. د هغه چا پر ضد ودرېدل چې چا یې بې اوداسه نوم نه سو اخیستلی چې هغه د پاکستان پوځ او استخبارات وو. که په حقیقت سترګې پټې نه کړو، ډېر ظلم ورسره شوی دی. د ورځې به له کوره تښتول کېدل او نا معلوم ځای کې اچول کېدل؛ خو کله کله د تقدیر پرېکړې بل ډول وي. د نقیب مسعود وینې داسې رنګ راوړ چې یوه کلیوال ځوان منظور پښتین ږغ پورته کړ. که خطراتو ته په کتو ووایو، منظور پښتین اوس باید سر خوړلی وئ؛ خو دا چې د حق او باطل په جګړه کې حق بریالی کیږي، نو بریالی روان دی. دا د پاکستان د حکومت پالیسي وه، چې پښتانه یې وټکول. د هغه وطن د اوسیدونکو په حیث یې ورته ونه کتل. که دوی د خپلو هېواد والو په سترګه ورته کتلي وئ، هېڅکله به یې بغاوت نه و کړی.

په پای کې تاسو جناب او د طالبانو پر ټولو مشرانو او کشرانو باندې ږغ کوم چې راځئ په ګډه ددې دردیدلي وطن د سولې ارمان پوره کړو.

په درنښت!

حمدالله مومند