د طالبانو پنځه کسیز پلاوی لا هم د بندیانو د تبالې لپاره کابل کې دی

د یادې ډلې پنځه کسیز پلاوی له یوې اوونۍ راهیسې په کابل کې دی، څو د خپلو هغو پنځه زره بندیانو د خلاصون پروسه کړي، چې په قطر کې یې له امریکا سره پرې موافقه کړې وه. د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل ویلي، د طالبانو پلاوی په کابل کې دی او له پلان سره سم به د طالبانو نور بندیان هم خوشې شي چې له دې سره به یې شمېر درې زرو ته ورسېږي؛ خو نوموړي څرګنده کړې نه ده چې دا شمېر به کله پوره کېږي او پاتې دوه زره طالبان به څه وخت آزادیږي.

د روان کال فبرورۍ په ۲۹مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې په تړون کې موافقه شوې وه چې افغان حکومت به د طالبانو تر ۵،۰۰۰ پورې زندانیان ازادوي او په مقابل کې به ‌یې طالبان تر ۱،۰۰۰ پورې د حکومت بندیان خوشې کوي. په دغه نېټه واشنګټن له طالبانو سره ژمنه وکړه چې خپل ځواکونه به په ۱۴ میاشتو کې له افغانستانه باسي او طالبانو وویل چې دوی به بهرنیو ترهګرو ته اجازه ورنه‌کړي چې د افغانستان له خاورې په نورو هېوادو کې مداخله وکړي. خو ملګرو ملتونو په خپل کلني راپور کې چې روانه اوونۍ یې خپور کړ تور پورې کړ چې طالبانو له القاعده شبکې سره په افغانستان کې روابط نه‌ دي قطع کړي. که څه هم طالبانو دا خبره رد کړې ده، خو د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوي چې په زرګونه پاکستانیان په افغانستان کې د طالبانو ترڅنګ جنګېږي او د دوی په منځ کې د « د حزب ولایت» په نوم بله ډله رامنځته شوې. په دې راپور کې دا هم ویل شوي و، چې حقاني شبکه او داعش ډله په افغانستان کې ګډ فعالیت کوي. که څه هم تمه کېده چې د دې بندیانو تر خلاصېدو وروسته به د مارچ په ۱۰مه بین‌الافغاني خبرې پيلېږي؛ پيل نه ‌شوې. کابل ټینګار وکړ چې طالبان دې اوربند وکړي، طالبانو اوربند نه‌ مانه او د بندیانو د خلاصېدو غوښتنه ‌یې کوله.