د طالبانو ۵ مهم غړي د سولې د خبرو لپاره قطر ته رسېدلي

راپورونه وایي د طالبانو ۵ مهم غړي د سولې د خبرو لپاره قطر ته رسېدلي

دقطر دفتر ته دطالبانو دپنځو تنو نورو غړو تر رسېدلو وروسته دسولې عالي شورا وایي چې هرهغه اقدام چې دسولې دخبرو دپیلېدو لامل ګرځي دوی ملاتړ کوي

لوېدیځو رسنیو راپور ورکړي چې دطالبانو پنځه تنه مهم غړي دسولې دخبرو دپرمخ  بیولو په موخه دقطر دفتر ته رسېدلي دي

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد له حوالی ویلي چې دغو پنځو تنو طالبانو یوه موده د ګوانتانامو په زندان کې هم تېره کړې ده.

دسولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري وایي  دوی له هر هغه اقدامه چې د سولې د خبرو د پیلېدو لامل وګرځي، ملاتړیي کوي.په ورته وخت کې دولسي جرګې دنړیوالو اړیکو کمېسیون غړی داود کلکاني وایي ترخبرو مخکي دطالبانو یو شمېر شرطونه منل شوي دي اوددغه پنځو تنوطالب چارواکو په رسېدو سره به دسولې خبرو ته دخلکوهیلې ډېرې کړي