چهارشنبه , 15 مې 2024

د طالب او امریکا لوریو ترمنځ پر اوربند اختلافات

 

طالبانو ته نږدې سرچینو رسنیو ته ویلي، طالبانو منلې چې امریکا سره د تړون لاسلیک کېدو سره سم لنډمهاله اوربند وکړي.

د سرچېنې په خبره، دا هوکړه پاکستان ته د قطر دفتر سیاسي پلاوي له سفر وروسته شوې ده.

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر یو پلاوی څو ورځې وړاندې پاکستان ته تللی او ویل کیږي چې د طالبانو د کوټې او پيښور شوراګانو سره یې د اوربند په اړه له سلا مشورو وروسته هوکړه کړې ده.

د دې هوکړې له مخې د طالب او امریکایي استازو ترمنځ د سولې تړون په لاسلیک کېدو سره د لنډ وخت لپاره یو عمومي اوربند اعلانیږي.

تر دې وړداندې داسې راپورونه هم خپاره شوي وو، چې امریکا له طالبانو د لس ورځني اوربند غوښتنه کړې، څو په ارامه او سوله ییزه فضا کې د سولې هوکړه لاسلیک شي او که نه نو د سولې خبرې به یو ځل بیا ودرول شي.

بلخوا د طالبانو د واکمنۍ لوی څارنوال جلال الدین شینواری تاند وېبپاڼې ته ویلي، چې د سولې هوکړه چمتو ده او لاسلیک ته اماده ده؛ خو امریکا پر طالبانو فشار راوړي، چې لومړی اوربند وکړي، مګر طالبان بې باوره دي او همدې اختلاف تر اوسه پورې د سولې د هوکړې د لاسلیک مخنیوی کړی دی.

اوس تازه په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر رسنیو ته ویلي چې اوسمهال د سولې خبرې درېدلي دي او طالب استازي له خپلو مشرانو سره پر سلا مشورو بوخت دي.