د طبیعي پېښو پر وړاندې د دولت وزارت د زرګونه کورنیو د ژغورلو خبره کوي

د طبیعي پر وړاندې د دولت وزارت سرپرست وزیر نجیب اقا فهیم د چهارشنبې په ورځ د رسنیو په شتون کې ولس ته د خپلو تېرو کړنو او راتلونکو پلانونو په اړه خلکو ته معلومات ورکړل.

نجیب اقا فهیم وویل چې افغانستان کې د طبیعي پېښو پر وړاندې مبارزې لپاره یو میلیارد ۵ سوه او ۷۷ میلیونه افغانیو ته اړتیا ده.   د نوموړي په وېنا چې دوی ټول افغانستان کې ۳۸۳ کسان تشکیل لري، چې ۱۸۰ تنه یې په مرکز کابل او نور یې په نورو ولایتونو کې دي.

فهیم وایي دوی په ۱۳۹۸ هجري شمسي کال کې ۴۲ پروژې ترتیب کړې او ۱۱ ولایتونو کې یې عملي کړي دي، چې ترڅ کې یې دوه زره ۴ سوه او ۵ کورنیو د ژغورلو سربېره، مسجدونه، سړکونه، ښوونځي له خطراتو خوندي ساتلي دي.