د عامر خان او ايلي اورام (هر فن مولا) خپره شوه

د بالي ووډ فلمونو مشهور اداکار عامر خان او ايلي اورام په (هر فن مولا) سندره کې داسې نڅا کړې ده، چې د خلکو زړونه يې ګټلي دي. د دې سندرې ويډيو په ټولنيزو رسنيو کې خپره شوې.

دا سندره په (کويي جانى نا) فلم کې شامله ده، چې اميرا دستور او کنال کپور پکې کار کوي، او په دې سندره کې عامر خان له ايلي اورام سره کار کړى دى.

دا فلم به د اپريل په ٢مه نېټه نندارې ته وړاندې شي، چې امين حاجي يې ډايريکټر دى، نوموړي له عامر خان سره په (لګان) او (منګل پانډى) فلمونو کې کار کړى و او د هغه نږدې ملګرى دى.

عامر خان چې اوسمهال په (لال سينګ چډها) فلم کې کار کوي، د خپل ملګري حاجي امين په وېنا يې د هغه په فلم کې دې سندرې کې په کار کولو زړه ښه کړى و.

هر فن مولا سندره چې عامر خان او ايلي اورام پکې نڅا کړې ده، په ټولنيزو رسنيو کې د عامر خان د مينه والو له تود هرکلى سره مخ شوې ده.

کاپي…