سیکرټ سوپرسټار د بالیووډ د وتلي ستوري عامرخان او د دنګل فلم د کوچنۍ نجلۍ ظاهره وسیم فلم دی، چې د اکټوبر په ۱۹ مه به خپور شي.
فلم مخکې له دې چې د سینما په پردو وښودل شي، د دوشنبې په ماښآم په ممبیي کې د بالیووډ ځینو ستورو ته وښودل شو.
د فلم له کتلو وروسته د هندي سینما ګڼو ستورو په خپلو تبصرو کې ویلي، چې یاد فلم د ۲۰۱۷ کال بهترین فلم ګڼل کیدای شي.
فلم کې ظاهره وسیم کوچنۍ سندرغاړۍ ده، چې د سندرو د ویلو سره بې دریغه مینه لري، او د خپلې کورنۍ د ګڼو ستونزو سره، سره خپله ذوق پالي.
عامر خان بیا په فلم کې وتلې میوزیک پوه دی.
له فلم د کتلو وروسته، د هندي سینما وتلي ستوري نوازالدین صدیقي لیکلي، چې دا فلم د ۲۰۱۷ کال غوره فلم دی.
د دنګل فلم ادکارې ثنا شیخ هم یاد فلم ستایلی دی.