د عامې روغتیا وزارت د حکیم الکوزي د درملو ترکیب معلوم کړ

د عامې روغتیا وزارت وایي چې قندهار کې د کرونا ویروس واکسین په نامه د یونایي طبیب حکیم الکوزي د درملو ترکیب یې معلوم کړی دی .

د روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح کابل کې د یوه خبري کانفرانس له لارې خبریالانو ته وویل، چې د روغتیا وزارت د مرکزي لابرتوار د څیړنو له مخې د الکوزي له لورې جوړ شویو درملو کې تر ډیره مخدره توکي ( مورفین او تریاک) کارول شوي دي.

د هغه په وینا چې په دغو درملو کې له ځنې طبي بوټو لکه زیرې څخه هم ګټه اخیستل شوي خو د مخدره توکو کچه پکې زیاته ده، چې په معیاري ډول نه دي جوړشوي او هیڅ ډول طبي لارښونې پکې پام کې نه دي نیول شوي، نو پدې اساس د کرونا ویروس د درملنې په برخه کې هیڅ راز ګټه نه لري. مجروح زیاتوي، چې په دې اړه به د مرکزي لابراتوار د څیړنو وروستۍ پایلې ډیر ژر له خلکو سره شریکي کړي . خو ښاغلي الکوزی ادعا کوې کوي، چې د کرونا ویروس ضد دغو درملو په مرسته ګڼ افغانان چې د هغه په خبره د کرونا په ویروس اخته وو، رغیدلي او جوړ شوي دي.