دغه بريد تيره شپه د ننګرهار ولايت د روداتو په ولسوالۍ کې د عبدالله عبدالله د کمپاين پر ټاکنيز دفتر تر سره شو. په برید کې مرګ ژوبله نه ده پېښه شوې، خو د دفتر ودانۍ ته يې زيان اړولی.
پخوا هم څو ځله د نوموړي پر دفترونو په هرات او نورو ولايتونو کې بريدونه شوي، چې يو تن په کې وژل شوی هم و. تیر مهال د عبدالله عبدالله د ټاکنيز کمپاين وياند ادعا کړې وه، چې دغه بريدونه موخه ييز دي او له دولت نه يې د جدي ګامونو د پورته کولو غوښتنه کړې وه.