د عراق د لومړي وزیر عادل عبدالمهدي استعفاء ومنل شوه

وروسته له هغې چې په عراق کې د لاریونونو پر مهال تاوتریخوالي زور واخیست، د دغه هېواد لومړي وزیر د استعفاء اعلان وکړ او له پارلمان یې د استعفاء تاییدولو غوښتنه وکړه.

د عراق پارلمان د نوموړي استعفاء ومنله او ښایي ډېر ژر د لومړي وزیر په توګه بل څوک وټاکل شي.

عادل عبدالمهدي د ۲۰۱۸ کال اکټوبر میاشت کې د عراق لومړي وزیر په توګه وټاکل شو، چې د نوموړي د حکومت پر مهال د تېرو دوو میاشتو په موده کې تر ۴۰۰ پورته کسان د لاریونونو په داوام ووژل شول او ګڼ شمېر نور ټپیان شول.

په لاریونونو کې د تاوتریخوالي ډېرېدو او په عراق کې د ایران کونسلګرۍ تر سوځول کېدو وروسته د یاد هېواد لومړي وزیر عبدالمهدي د استفعاء اعلان وکړ، چې اوس د عراق پارلمان د نوموړي استعفاء ومنله.

عراقي چارواکي وایي، ډېر ژر به د دغه دندې اجرا کولو په موخه یو وړ شخص پارلمان ته ور وپېژندل شي.

دا په داسې مهال ده، چې عراق کې تېره اونۍ په نجف ښار کې لاریون کوونکو د ایران پر قونسلګرۍ برید وکړ او د هغې ودانۍ ته یې اور واچاوه، خو لاریونوالو تېره ورځ یو ځل بیا پر یاده قونسلګرۍ برید وکړ او د بیا لپاره یې د ایران کونسلګري وسوځوله.

دغه هېواد کې د لومړي وزیر عادل عبدالمهدي تر استعفاء وروسته هم، بغداد، موصل او د عراق په څو نورو ښارونو کې پرون لاریونونو روان وو او د لومړي وزیر د استعفاء هرکلي تر څنګ یې د بنیادي بدلونونو راوستو غوښتنه کوله.

عراق کې دغه لاریونونه د تېرې نومبر له لومړۍ نېټې راهیسې دوام لري.