د عراق صدارعظم په خپل حکومت کې بدلونونه راولي

د عــراق لومــړي وزیــر حیــدر العبــادي پــه خپــل حکومــت کــې د مهمــو بدلونونــو راوســتلو غوښــتنه کـړې ده چـې پـه وینـا یـې، د سیاسي تـړاو پـر ځـای بـه وزیـران د اکاډمیـک شـالید او تجربـې لـه مخـې ټـاکل کېــږي.

العبـادي پـه یـوه ټلوېزیـوين وینـا کـې ویـلي، د وزارتونـو پـه کچـه د مهـم بدلـون غوښـتنه کـوي چـې اکاډمیـک او تجربـه کاره مسـلکي کسـان بـه پکـې شـامل وي.

ده لــه پارلمـان او ټولــو سیاسي ډلــو هــم وغوښــتل چـې پـه دې خطرنـاک پـړاو کـې لـه دوی سره همـکاري وکــړي.

د عــراق پــر نظــام ګڼــې نیوکــې کېــږي چــې ګنــې حکومتـي پوسـټونه یـې پـر بېلابېلو ډلـو وېشـل شـوي چـې دې کار د نامناسـبو کسـانو د نوماندېـدو او فسـاد لپــاره لاره هــواره کــړې ده.