د علم اړوند زرینې کرښې!

۱- ښوونه اوزدكړه دانساني فطرت تقاضا اوثابت شوی حق دی.

۲- ښوونه او زدكړه د انساني شرافت اوكرامت ساتندوې اوضامن دی.

3 – په ښوونه او زدكړه د انسان څخه كامل،عارف،عالم،هراړخيزه خادم،داعي الي الخير،اود زرينو اخلاقو خاوند جوړيږي.

۴- ښوونه اوزدكړه د ټوله بشرد نيكمرغۍ،اوبريا لپاره نه ستړي كيدونكي ضميراوقوي انرژي ښوونكي اوزدكونكي ته وركوي.

۵- ښوونه اوزدكړه د باسعادته،واقعي اوریښتني ژوند امكانات برابروي.

۶-  اصلاح اوآبادي دمځكي په باران وي اواصلاح اوآبادي د انسانانوپه علم اوپوهنه وي.

۷- څوك چې د خپل كوره څخه دعلم لپاره ووځي خداي پاك پرهغه باندې خپل رحمتونه نازلوي.

۸- علم اوپوهه انسان ته استقامت،اواعتماد دنفس،نشاط اوخوشحالي وركوي.

۹- علم خراب اوكنډواله ښارونه،كلي،اوكورونه ودانوي.

۱۰- په علم باندې انسان ځان پيژني اوچې څوك ځان پيژني هغه جهان پيژني.

۱۱- علم دمستقيمې اوبرابرې لارې لارښود اوبيوونكي دی.

۱۲- علم دشيطان اونفس په مقابل كې سپردی.

۱۳- كه چيرې غواړئ چې افسردګې ونلرئ نوعلم اوزدكړي ته مخه كړئ.

۱۴- كه چيري غواړئ چې په خپل ژوند درته قناعت حاصل شي نودعلم او زدكړي تحصيل ته ترهرشي مخكې مخه كړئ.

۱۵- د ماشومانو تعليم اوزدكړه د خاوندغضب ساكته وي.

۱۶- علم حاصل كړئ مخكي تردې چې سپين ږيري شئ

۱۷- علم عقل ته پرنفس غلبه وركوي.

۱۸- پوهنه انسان دسيالانوسره سيال جوړه وي.

۱۹- طلب دعلم د ځان باورۍ اوخودكفایۍ يواځنۍ لاره ده.

۲۰-  كه څوك ځان په علم سمبال كړي هغه به په هري آزمويني كې كامياب وي.

۲۱- علم انسان ته حياء بخښي،حياء تقوه ډيره وي، تقوي انسان خپل پروردګارته رسوي.

۲۲- دعلم خوند د ټولو خوندونو سر دي، خوهغه څوك یې درك کولای شي چې عالم وي.

۲۳- علم دانسان استعداد،اوكاري ظرفيت لوړوي.

۲۴- علم انسان ته قوت د درك اواستدلال وركوي.

۲۵- علم دانسان اقتصادي اومالي اړتيا پوره كوي.

۲۶- علم انسان ته دنورو خلکوپه سترګو كې دعزت څخه ډك حيثيت وركوي.

۲۷- ديني علوم دعصري علومو لپاره دانسان ذهن اماده اوقوي كوي.

۲۸-  ديني علوم دانسان فكرې تكنالوژۍ ته انكشاف وركوي.

۲۹- ديني علوم اصل ومنشأ دټولوعلوموڅخه دي، بايد زد كړي ته یې پوره پاملرنه وشي.

لیکنه: مولوی نورالحق مظهری