د پاکستان د لاهور ښار د محکمې قاضي فضل میران چوهان وایي، چې محکمې ته د پاکستان د کرکټ لوبډلې منځني توپ وهونکي عمر اکمل حاضرېدل د روانې میاشتې ۲۷ مې نېټې ته وځنډول شو.
د پاکستان کرکټ بورډ خپل منځنی کرکټ توپ وهونکی عمر اکمل د لفظي شخړو له امله تورن بللی دی.
د کرکټ بورډ په وېنا چې عمر اکمل په لوبغالو کې له لوبغاړو او په رهبرۍ برخه کې د پاکستان د کرکټ بورډ له مسئولینو سره ناسم چلند کړی دی؛ نو ځکه یې هغه محکمې ته د سپیناوي لپاره وبللی دی.
اوس د پاکستان د لاهور ښار محکمې ویلي چې د عمر اکمل قضیه یې د اپرېل میاشت ۲۷ مې نېټې ته وځنډوله.
له دې وړندې د لاهور ښار محکمې ویلي وو، چې عمر اکمل قضیه مالي فساد پورې تړاو نه لري، بلکې یواځې ډسیپلین پورې اړوند سرغړونې دي.
اکمل له ۲۰۱۵ م کال راهیسې پاکستان لوبډله کې ډېر کم راڅرګند شوی او اوس پرې له لوبو څخه بندیز هم لګول شوی او سږ کال د کوېټې لوبډلې په پي ایس ایل سوداګریزو کرکټ سیالیو کې هم ونه لوبول شو او له لوبو منع کړل شوی و.