د غزني ولایتي چارواکي وايي، د وسله والو طالبانو له لورې یاد ولایت لپاره پخوانی نومول شوی والي مولوي عبدالحنان په یوه هوایي برید کې وژل شوی.
د چارواکو په وینا هوايي برید تېره ورځ افغان ځواکونو د غزني په خوږیاڼو ولسوالۍ کې تر سره کړی.
بل پلو وسله والو طالبانو د مولوي عبدالحنان وژنه تأیید کړي؛ خو ویلي یې دي چې دی د یو د لګي قوماندان و.