د غزني کې تېره شپه د طالبانو بریدونه په شا تمبول شوي

 

د غزني ولایت سیمه ‌يیز امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز کې یې تېره شپه د وسله‌والو طالبانو بریدونه په شا تمبولي دي.

د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ سرپرست مصطفي مایار رسنیو ته وویل چې تېره شپه د غزني ښار اړوند په زني نخان سیمه کې وسله‌والو طالبانو پر مېشتو امنیتي پوستو بریدونه کړي چې په نتیجه کې یې ۳ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.

نوموړی وايي، د یادو بریدونو پر مهال یو پولیس وژل شوی او ۳ نور سطحي ټپیان دي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

په غزني ولایت کې د وسله‌والو طالبانو د ځپلو په هدف د مشال په نوم پوځي عملیات هم روان دي.