د غوسې روحي څېړنه او د کنټرول لارې

ترتیبونکی: حاجي محمد بشرپال

غوسه هغه عمل دی چې له عمله یې انسان ته نه جبرانېدونکې زیانونه اړوې او له بده مرغه زموږ په ټولنه کې یې احصایه ډیره په لوړه کچه ده چې له مخې یې زموږ ټولنه په هر اړخیزه توګه له ټولنیزو، ارتباطي، اقتصادي او امنیتې لحاظه تر حده ډیرو ستونزو سره مخ کړېده.

* غوسه یو ډول روحي هیجان دی، چې ډیرمهال د نورو د ناوړه چلندونو په وړاندې د غبرګون په ډول ښودل کیږي.

کیدای شي غوسه یو زر تیرېدونکی رنځښ او ناآرامي وي او یا هم یوه بشپړه غوسه چې د شخړې سبب شي، په هر حال یو طبیعي حالت دی. په ژوند کې ډیر مسایل او ستونزې شتون لري چې د غوسې سبب کیږي. که چیرې موږ بهرنيو او یا نننيو محرکونو ته اجازه ور کړو چې زموږ د غوسې سبب شي، لرې به نه وي چې زموږ شخصیت، روحي روغتیا او ژوند به له جدي او نه جبرانېدونکو ګواښونو سره مخ کړي.

* غوسه تر یو ځایه پوري طبیعي ده، خو په عین حال کې زموږ ډیر روحي او جسمي ځواکونه مصرفوي. غوسه، شخصي او کاري اړیکو ته لوی زیان رسوي، د ژوند له خوندونو مو بې برخې کوي او د افرادو تر منځ یې د غبرګون طریقه متفاوته ده.

د غوسه ناکه کسانو ذهني مشغولتیاوې او د هغو عوارض او ستونزې په لاندې ډول  دي:

۱- تر تهدید لاندې ځان لیدنه، د خسارت، د پانګې لا لاسه وتل او یا هغو ته زیان، روغتیا ته خطر، غورور له منځه تلل، د عزت نفس کموالی، ارزښتونو او شخصیت ته جدي ستونزې.

۲- ناکامۍ، د حقنو له منځه تلل، نورو او ځان ته بې احترامي.

۳- لهړنورو بېځایه انتظار او داسې انګېرنه چې نړۍ او نړیوال باید ید خاص ډول ژوند وکړي.

* ځینې کسان له نورو ډیر د غوسې تر ګواښ لاندې دي لکه:

۱- هغه چې د ډیرو کمالاتو غوښتونکي دي.

۲- هغه چې د خطا او تیروتنو ویره لري.

۳- هغه چې د نورو د کنټرولولو له پاره فکر او پلانونه جوړوي.

۴- هغه چې د نویو عقیدو له اورېدلو او د متفاوتو عقیدو لرونکو شخصیتونو ویره لري.

۵- هغه چې د یوې موضوع پر خپل حال پرېښودلو نه ویره لري.

۶- هغه چې خپل ځان په نورو د منلو اړتیا لري.

۷- هغه چې هڅه کوي تل باید، ځواکمن، پیاړی، توریالی او ننګیالی وي.

۸- هغه چې د ناخوښه احساساتو له تجربه کولو ویره لري.

۹- هغه چې د اعتماد پهنفس یې ټیټ ده.

۱۰- هغه چې د ماتیې په وړاندې یې د زغملو وړتیا کمزورې ده.

۱۱- هغه چې له نیوکو په ویره کې دي.

* ځینې مهال د غوسي درجه کمیږي لکه:

۱- د ستړیا پر مهال.

۲- د ناروغۍ او درد پر مهال.

۳- د الکولو او درملو د استعمال پر مهال.

۴- د فشار یا سټرس پر مهال.

* غوسه بې شمیره فزیولوژیکي زیانونه لري لکه:

۱- د آدرنالین هورمون افرازېدل او د نفس چټکوالی.

۲- د زړه د ضربو ډیر والی او د وینې فشار.

۳- له پوستکي، ځیکر، معدې او کلمو څخه زړه، مرکزي عصبي سیستم او غړیو ته د وینې جریان او حرکت.

۴- د هضمي سیستم ودرېدل او له ځیګره د ګلو کزو د ذخیرو آزادېدل.

۵- د کورتېزولو ترشع او د وجود د دفاعي سیستم ټکول.

۶- په نارینوو کې د تستوسترون د هورمون ډیروالی.

۷- د خبرو او حرکتونو تیزوالی او شدت.

۸- د غړیو سختوالی.

۹- د پنځګونو حواسو د حساسیت، تیزوالي او دقت چټکتیا.

۱۰- د سترګو خلاصوالی.

۱۱- د څېرې سور والی او جسمي ځواکمنتیا.

* هغو چې په دې عادت شوي چې ډیر ژر خپل کنټرول له لاسه ورکړي، په اوږده مهال کې یې روغتیا ته ډیر زیانونه اړوي چې په لاندې توګه ورته اشاره کوم:

۱- سر خوږی، د پوستکي، د زړه – شریانو، هیجاني او هضمي ناروغي.

۲- د عصبي سیستم کم کاري.

۲- په وجود کې د شته ناروغیو د علایمو شدت.

۳- آرتروز، د زړه سکته او ځان وژنه.

نوټ:

(آرتروز یا استئوآرتریت د مفاصلو یوه شایع التهابي ناروغي ده چې د مفاصلو تر منځ عضروفو ته زیان رسوي او کم کم یې له منځه وړي.)

* سپارښتنې؛

  • حوصله وکړئ، هغه کسان چې ژر د نتیجې په لټه کې دي تر نورو ډیر په غوسه کیږي. تاسو باید درک کړئ چې ډیری کارونه مطلوبې نتیجې ته نه رسیږي. که په تودو بحثونو کې ونډه اخلئ هڅه وکړئ چې ځانونه آرام کړئ او پوښتنو ته ښه غوږ ونیسئ او هر ځواب چې ورکوئ ښه فکر پې وکړئ او وروسته په سړه سینه ځواب ووایئ. خبرو ته مو پام وکړئ د زړه خبرې مو ژر تر خوله مه وباسئ، عواقب یې وسنجوئ او وروسته یې بیان کړئ.
  • په هغه څه توجه وکړئ چې ستاسې د غوسې سبب کیږي، که مو مېرمن/ خاوند یا شریک او ملګری اشتباه کوي او یا درباندې نیوکه وکړي، سم دلاسه له هغو سره ټکر مه کوئ لږ صبر وکړئ ښایې قصدا دا کار نه کوي او یا ښایې ستاسې د لویې تیر وتنې مخه نیسي. هغو ته فرصت ورکړئ چې نیوکه یې وکړي وروسته کولای شې چې دلیل تر وغواړئ او که دلیل یې منطقي وو له هغو مننه وکړئ. حوصله وکړئ او د حالاتو کنټرول په لاس کې ونیسئ.

منابع:

http://www.ufile.ir

http://seemorgh.com

خپله زیاتونه