ملي دفاع وزارت وايي، چې افغان ځانګړو ځواکونو د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوالي، چې له تیره یوه کال راهیسي د وسله والو طالبانو په ولکه کې وه د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې نن سه شنبه د وسله والو طالبانو یو ځل بیرته ونیوله.
په یادو عملیاتو پر مهال وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.