د فاع وزارت وایي، د وسله والو بریدونه، نه دي کم شوي

 د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر اسدالله خالد وایي، چې افغان امنیتي ځواکونو د طالبانو پر وړاندې کلک دفاعي حالت غوره کړی و؛ خو لا هم وسله والو د دوی پر وړاندې بریدونه نه دي کم کړي. 
خالد وایي دا چې د وسله والو بریدونو کې کمښت نه لیدل کېږي؛ نو ملي امنیتي ځواکونو ته یې امر کړی، چې له دفاعي حالت څخه فعال دفاعي حالت ته ستانه شي. د فبروري په ۲۹ مه نېټه امریکا او وسله والو طالبانو په قطر کې د سولې هوکړه لاسلیک کړه او په دې هوکړه کې یې د تاوتریخوالي په کموالي، د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو ته د ګواښ نه پېښولو او د بندیانو پر خوشې کولو موافقه شوې وه؛ خو د تېرې جمعې په ورځ د حمل په لومړۍ نېټه وسله والو په زابل ولایت کې د امنیتي ځواکونو په یوه پوسته برید کې ۲۷ امنیتي سرتېري ووژل. خو تازه د افغانستان د سولې لپاره د تماس ډلې له وسله والو طالبانو سره د سکایپ له لارې د بندیانو د خوشې کولو په تړاو دوه ساعته خبرې کړي دي. له دې وروسته د دوشنبې په ورځ د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو کابل ته راغی او دلته یې له ولسمشر محمد اشرف غني سره د افغان سولې او سیاسي وضعیت په اړه خبرې وکړې. مایک پمپیو د دې سربېره له ډاکټر عبدالله عبدالله سره هم لیدلي او په یو لړ مسایلو ورسره غږېدلی دی.