چهارشنبه , 15 مې 2024

د فراه د امنیتي وضعیت د ارزولو په موخه امنیتي غونډه جوړه شوه

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ولسمشر محمداشرف غني په مشرۍ نن ماسپښین د فراه د امنیتي وضعیت د ارزولو په موخه په ارګ کې غونډه جوړه شوې وه، چې په کې په ولسي جرګه کې د فراه د خلکو یو شمېر استازو او د هیواد د امنیتي او دفاعي سکتور مسوولینو حضور درلود د فراه د عمومي امنیتي وضعیت راپور وړاندې او د امنیت د ټینګښت لپاره یې پلانونه وړاندې کړل.

په غونډه کې ولسمشر محمد اشرف غني په فراه کې د هغو سرتېرو قدرداني وکړه، چې په یاد ولایت یې د وسله والو طالبانو بریدونه په شاه وتمبول او پرېنښودل چې خپلو شومو موخو ته ورسېږي.

ولسمشر د امنیتي او دفاعي ځواکونو مسوولینو ته د دښمن د ځپلو، د تهدیداتو د شنډولو او د ملکي وګړو د ساتنې په موخه د لا زیاتو هڅو لارښوونه وکړه.