د فلسطین مشر د ټرمپ له مرستیال سره خپله لیدنه لغوه کړې ده

د فلسطین مشر محمود عباس د ډونالډ ټرمپ له مرستیال سره خپله لیدنه لغوه کړې ده. د فلسطین د بهرنیو چارو وزیر ریاض مالکي وویل، چې د امریکا او فلسطین تر منځ به له دې وروسته رسمي اړیکې نه وي موجودې او محمود عباس به هم د ټرمپ له مرستیال سره و نه ګوري. ټاکل شوې وه، چې مایک پنس د روانې میاشتې په پای کې سیمې ته سفر وکړي او هلته له محمود عباس سره هم لیدنه ولري. محمود عباس هم په خپلو خبرو کې ویلي وو، چې امریکا نور په سیمه کې د سولې لپاره منځګړې نه ده. ریاض مالکي هم وویل، موږ په نوي منځګړي پسې ګرځو غواړو په نړیواله کچه داسې یو کس پیدا کړو، چې زموږ او اسراییلو ترمنځ منځګړیتوب وکړي. همدا راز ټاکل شوې چې د بیت المقدس په اړه د عربي هېوادونو غونډه هم په نږدې راتلونکې کې په مصر کې جوړه شي.