د فلیپین په یوه قمارخونه کې د اورلګېدنې له امله ۳۴ کسان وژل شوي

د فلیپین د پلازمېنې مانیلا هوايي ډګر سره نږدې د سیلاني سیمې په یوه قمارخونه کې یوه وسلوال اور لګولی او وروستي رپوټونه وايي، چې په دې برید کې لږ تر لږه ۳۴ کسان وژل شوي دي.

ویل کېږي چې ډېری کسان له اور را پیدا شوي دوپ کې وژل شوي دي. چارواکي وايي، دغه برید ترهګریز نه و.

د فلیپین د پولیسو مشر رونالډو ډلا روسا خبریالانو ته ویلي، چې مخ پټي بریدګر نه ټوپک خلکو ته ونیو او نه یې ډزې و کړې، بلکې غوښتل یې چې غلا وکړي.

بریدګر د قمار وهلو مېزونو ته اور ور کړ، خو دغه اور ټولې قمارخونې ته خپور شو.

له پېښې سملاسي وروسته بریدګر وتښتېد او پولیسو ویل، “بهرنیانو او سپین پوستو” ته ورته و.

خو څو ګړۍ وروسته د فلیپین د پولیسو مشر د دغه بریدګر د وژلو خبره وکړه.

هغه په لومړیو کې وویل، چې امنیتي ځواکونو دغه بریدګر وژلی، خو وروسته یې زیاته کړه، چې بریدګر د هوټل په یوه خونه کې ځان سوځلی دی.

په خواله رسنیو کې له مانیل خپرې شوې ویډیوې وېرېدلي خلک د تېښتې پرمهال ښيي.

دغه برید په داسې سیمه کې شوی، چې د هوټلونو، قمارخونو او د وختېري نور ځایونه لري.

پولیس وايي، حالت یې کنټرول کړی او د سیمې شاوخوا د کلابندۍ او د خلکو د اېستلو هڅه کېږي.

په لومړیو کې د چاودنې او ډزو خبر دا اندېښنه پیدا کړه چې توندلارو مسلمانو به خپل عملیات پلازمېنې ته غځولي وي.

د دغو وسلوالو او د فلیپین د حکومتي ځواکونو ترمنځ په وروستیو کې نښتې ډېرې شوې او حکومت په ځینې سوېلي سیمو کې بېړنی حالت اعلان کړی دی.

کاپی بی بی سی.