د فوټبال فدراسیون: د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د مالي ستونزو له امله وځنډېدې

د افغانستان غوره لیګ سیالۍ په ۲۰۰۶ کال کې د( یو ملت او یو غږ) سره رامنځ ته شوي او هر کال د اتو غوره لوبډلو ترمنځ په کابل کې ترسره کیږي.

په دې سیالیو کې شاهین اسمایي، د میوند اتلان، موج های امو، د اباسین څپې، عقابان هندوکش، سیمرغ البورز، طوفان هریرود او د سپین غر بازان لوبډلې یو د بل پر وړاندې سیالۍ ترسره کوي.

د فوټبال فدراسیون اوس یوه خبر پاڼه خپره کړې او پکې لیکلي یې دي، چې دا سیالۍ سږ کال د مالي ستونزو له امله په ټاکلي وخت نه شي ترسره کولای او په ۲۰۱۹ کې به یې ترسره کړي.

د هېواد په کچه همدا لومړنی مسلکي لیګ دی چې هر کال د ۲۰۰ لوبغاړو لپاره د غوره سیالیو زمینه برابروي.

د دې سیالیو د تېر ۲۰۱۷ کال اتلولي شاهین اسمايي لوبډلې ګټلې وه.

خبریال: نصرت الله عمرزی