د فوټبال ملي لوبډلې ترکمنستان ته د دوو ګولونو په توپیر ماته ورکړه.

تیره ورځ ( د جوزا یا غبرګولي ) په لومړۍ نیټه د اسیا په چلنج کپ سیالیو کې افغانستان د ترکمنستان پروړاندې د لوبې میدانه ته کیوته، چې د ۳ ګولونو په وهلو سره افغانستان لوبه وګټله.

په مالدیف کې د افغانستان او ترکمنستان لوبډلو ترمنځ د تیرې ورځې په سیالیو کې د افغانستان له لورې لومړي ګول اسلام امیري د لوبې ۴۵ دقیقه کې ووهل او ورپسې په ۶۲ دقیقه کې د ملي لوبډلې بل لوبغاړي ارش عطایی ګول ووهل خو د لوبې په ۷۰ دقیقه کې د ترکمنستان لوبډله وتوانیده چې یوازې یو ګول ووهي، چې همدا یې لومړي او وروستي ګول شوه.

د ترکمنستان د ګول وهلو څخه یوازې ۱۵ دقیې وروسته د لوبې په وروستیو شیبو کې د افغانستان لوبډلې د بل ګول وهونکي فیصل شایسته له لورې د ترکمنستان د ګول دروازه یو وارې بیا خلاصه شوه، چې له دې سره په ټاکلي یو نیم ساعت کې د افغانستان له لورې ۳ او د ترکمنستان له لورې د ۱ ګول په وهلو سره لوبه د افغانستان په ګټه پایي ته ورسیده.

افغانستان د ترکمنستان څخه وړاندې له فلیفین سره لوبه کړې وه، چې د دواړو لوبډل ترمنځ لوبه په مساویانه توګه پای ته رسیدلې وه.

په مالدیف کې د اسیا د اتو هیوادونو ترمنځ د فوټبال چلنج کپ سیالۍ رواني دي، چې سبا ( شیبه د غبرګولي ۳ ) به د افغانستان ملي لوبډله له لاوس سره د سیالۍ په میدان کې خپل بخت وازمايي.