د فوټبال نړویوالو سیالیو کې نن درې لوبې تر سره شوې.

د ۲۰۱۴ فوټبال لوبو سیالیو کې نن درې لوبې تر سره شوې، چې نېدرلينډ اسټراليا ته، چیلي اسپانیې ته او کروشيا کيمرون ته ماتې ورکړه.
د ۲۰۱۴ کال د نړیوالو جام لوبو په لړ کې د اوومې ورځې سیالۍ سرته و رسيدې؛ لومړۍ سیالي د نيدرلينډ او اسټراليا تر مينځ وه، چى نيدر لينډ ده دوو په مقابله کښى اسټراليا ته په دريو ګولونو سره ماتې ورکړه، چې د نيدر لخوا؛ وين پرسى، روبن او ممپز يو يو ګول  سره کړ.
د اسټراليا لخوا کيل او جيړ ناک ګول اوکړو، اسټريليا ته ماتې ورکولو سره نيدر لينډ د ايونټ دويم پړاو ته لاره وموندله.

د نړیوال جام اوؤمى ورځې سیالیو کې دويمه سیالي د اسپانیې او چلي ترمينځ وشوه، خو د اسپانیې لوبډلې په دوه صفرو ماتې و خوړله او د ميګا ايونټ نه ووت. د چلى لخوا وارګس او رينګر ګول کولو سره خپل ټيم ته بریا تر لاسه کړه او د ايونټ دويم راونډ ته  یې لاره پیدا کړه.
د ميګا ايونټ اوؤمى ورځى په دريمه لوبه کې کروشيا کيمرون ته په څلور صفر ماتې ورکړه. د کروشيا لخوا ايوان پيرسچ او اويکا اولچ يو يو او مينزوکچ دوه ګولونه وکړل، دويم ميچ کې ماتې خوړلو سره کيمرون د دويم راونډ څخه ووت.