د فوټبال پر نامتو لوبغاړي لیونیل میسي د درېیو میاشتو بندیز ولګېد

د ارجنټاين هېواد مشهور او نامتو لوبغاړی ليونل ميسي د فوټبال نړيوال فدراسيون لخوا د نړيوالو سياليو څخه د درې مياشتو بنديز سره مخ شو.

د برتانوي ورځپاڼو د راپور له مخې ميسي هغه مهال له ستونزې سره مخ شو چې د «کوپا امريکا» سياليو پرمهال يې پر چارواکو تور پورې کړی و چې له کبله يې د درې مياشتو بنديز او ۵۰زره امريکايي ډالره جرمانې سره مخ شوی دی.

د کوپا امریکا سیالیو پر مهال د چيلي او ارجنټاین ترمنځ لوبه کې میسي ته سور کارت ورکړل شوی وو او له لوبې بهر شوی وو.

کله چې په یادو سیالیو کې ارجنټاین له برازیل په نیمه پای لوبه کې ماتې وخوړه له هغې وروسته لیونیل میسي او د ارجنټاین فوټبال فدراسیون پر کوپا امريکا چارواکو تور پورې کړی و چې په ياد ليګ کې درغلي شوې، او ياد جام د برازيل لوبډلې لپاره ځانګړی شوی دی.

ليونل ميسي چې د نړۍ په کچه تر ټولو غوره فوټبالر دی، او يو شمېر ريکارډونه په خپل نوم لري په راتلونکې سپتمبر مياشت کې به د چيلي، ميکسيکو او جرمني لوبډلو پر وړاندې له نړيوالو سياليو بهر وي.