د فوټبال په نړېوال جام سیالیو کې ارجنټاین له ایران څخه د یو ګول په مقابل کې لوبه وګټله.

تېره شپه د فوټبال د نړېوال جام سیالیوپه لړ کې د ارجنټاین ټیم ایران ته په یو ګول ماتې ورکړه او سیالي یې خپله کړه.
ایران دفاعي لوبه وکړه او ارجنټایني لوبغاړي لیونیل میسي د مسابقې په وروستیو شېبو کې وتوانېده چې؛ ایران ته ګول ورکړي.
بله مسابقه د جرمني او ګانا ترمنځ وه ،چې دوه پر دوه مساوي شوه او د افریقا د لویې وچې بل ټیم نایجریا بیا له بوسنیا څخه وګټله.
نایجریا بوسنیا ته یوه ګول ورکړ.
نن شپه د کابل په وخت په اته نیمې بجې بلجیم له روسیې سره مخامخ کېږي او د شپې په یوولس نیمې بجې د جنوبي کوریا او الجزایر لوبډلې میدان ته راوځي.
د نن شپې وروستۍ مسابقه د پرتګال او امریکا ترمنځ ده.

دا مسابقه د افغانستان په وخت د شپې په دوه نیمې بجې پیل کېږي.