د فکر کتاب

لیکنه : اجمل ښکلی

)د جبر و اختيار ډيالکتيک) د ارواښاد دوکتور سيد بهاء الدين مجروح اثر دى. که د مجروح صاحب نور ټول ليکني خدمتونه يو اړخ ته شي؛ نو يواځې دا اثر هم د نوموړي د استعداد او لوړ فکر د ثبوت لپاره کافى دى.

مجروح صاحب په دې اثر کې له بېلابېلو زاويو نه انساني مجبورۍ او ازادۍ يا اختيار ته کتلي دي. پيل د متکملينو له استدلاله شوى او د معتذله وو او اشاعره وو خبرې راخيستل شوي، چې لومړي انسان مطلق ازاد ګاڼه، ځکه چې بيا خدايي مکافات او مجازات، خير او شر او د کتابونو نزول مانا نه لري؛ خو دويمه ډله وايي، چې انسان که مختار فاعل وګڼل شي، د خداى خدايي او علم باطل کېږي. درېيم او منځنۍ ډله پکې د امام غزالي ده، چې انسان په څه چارو کې مختار او څه کې مجبور ګڼي.

استاد مجروح د هيګل له زاويې نه د جبر و اختيار په اړه د دغې پخوانۍ نظريې مخالفت کوي. هيګل هر څه د تاريخ په سيند کې بهاند وينى، چې وخت په وخت په حقايقو کې تحول راځي او ولاړ نه پاتېږي؛ نو د حقايقو له تحول سره د هغوى په پيمانو کې هم تحول پکار دى. اوس موږ ته ساينس ثابته کړې، چې انسان هغومره مجبور نه دى، څومره چې پخوانو ګاڼه.

مرحوم مجروح د جبر و اختيار مسالې ته د مذهب، فلسفې، ساينس، سوسيالوجۍ او ارواپوهنې له زاويې نه کتلي دي. د قراۤن کريم پر هغو اۤيتونو غږېدلى، چې د انسان اختيار او مجبورۍ ته اشاره کوي.

په فلسفه کې تر ديکارت وروسته چې فسلفه يې رياضي ته ورنېژدې کړه، هيګل ډېر کار وکړ. مارکس د هيګل پرخلاف د جبر و اختيار ريښه په اقتصادي منابعو کې وپلټله.

انسان له طبيعت نه هم مجبور دى. له پخوانو سره چې د طبيعي ناورينونو علاج نه و، د دې مجبوريت کړۍ پرې راتنګه وه. د کتاب ليکوال دې مسالې ته د طبيعت او انسان د تړاو په سترګه کتلي دي.انسان څومره له طبيعته نه مجبور دى او ولې مجبور دى؟ دې پوښتنو ته ساينس ځواب ووايه. ساينس د پخواني اسطوري ذهنيت پرخلاف وليدل، چې پر طبيعت د علت و معلول قانون حاکم دى. سيلاب ولې راځي؟ د پلانۍ ناروغۍ علت څه دى؟ په دې توګه ساينس له انسان سره د طبيعت په مهارولو کې مرسته وکړه. پر پخوانو باندې طبيعت مسلط و؛ خو اوسني پر طبيعت مسلط دي. ساينس يواځې د طبيعت په ايلولو کې او د خپل اختيار په زياتولو کې له انسان سره مرسته ونه کړه، بلکې له فلسفې سره يې هم مرسته وکړه، چې جبر و اختيار ته له هيلمنوونکې زاويې نه وګوري او د باشلار خبره ”فلسفه که تجربه کوي، بايد تفکر وکړي او که تفکر کوي، بايد تجربه وکړى”(د جبر واختيار ډيالکتيک: ١٣٧)

د ټولنې او فرد ترمنځ تړاو د جبر و اختيار بل ډګر دى. فرد له ټولنې سره څه رابطه لري او له يو بل نه څومره مجبوره دي. پخوا چې افرادو د خپل ژوند د بقا لپاره د ټولنې موجوديت اړين ګاڼه؛ نو سره راټول شول؛ خو چې څومره ډېر شول، ټولنيز سيسټم هغومره پېچلى او جابر شو او د فرد خواهشات او ازادي يې له مرۍ نه راونيوله؛ خو موږ ولې د ټولنيز جبر په اړه ډېره پوهه نه لرو، ځکه چې ټولنه موږ ځان ته د ځان هومره نېژدې ګڼو. د ټولنې مطالعه د سوسيالوجۍ پر غاړه ده او د فرد مطالعه د ارواپوهنې کار دى. ژان ژاک روسو په خپل کتاب(ټولنيز تړون) کې ”د فرد خوشبختي په انفرادي وحشي او طبيعي ژوند کې” وليده. د کتاب ليکوال د روسو پر دې نظريه نيوکه کوي، چې فرد په مجرده توګه د تعريف وړ نه دى او بې له ټولنيزو اړيکو د فرد بقا نه شي ثابتېداى. له دې نه دا پايله اخلو، چې د فرد او ټولنې ترمنځ معقول تړاو ته اړتيا ده، چې له يوې خوا د ټولنې د شړېدو مخه ونيول شي او له بلې خوا د فرد پر ازادۍ او اختيار باندې د ټولنې نامعقول جبر نه وي او په خپله فردي ازادۍ ټولنې ته خدمت وکړي.

 

د مرحوم استاد مجروح په اند د نولسمې پېړۍ په وروستيو کې فردريک نيچه هغه فيلسوف و، چې پوهان يې انسان ته ځير کړل. د استاد په اند چې انسان د کايناتو په معرفت کې ډېر مخکې لاړ؛ خو ځان ترې د خپل ځان په تياره کې ورک شو. خبره که د جبر وي که د اختيار انساني فرد پکې تر ټولو لومړى دى. انسان له ځانه څومره مجبور دى او له ځانه څومره ازاده دى؟ دا پوښتنه فرويد او د هغه پلويانو د ارواپوهنې په چوکاټ کې ځواب کړه. فرويد انسان له خپل لاشعوره مجبور ګڼي. انسان که هر څومره له ځانه د تېښتې هڅه کوي؛ خو دا تېښته يې هم له خپل لاشعور سره يوه مرموزه او نامستقيمه اړيکه ښيي؛ نو که د ماشوم له روزنې سره احتياط ونه شي، انسان په رواني ناروغيو اخته کېږي. استاد مجروح وايي، چې په نصيحتونو سره په مخاطب کې مثبت بدلون نه راځي. مثبت بدلون هله راتلى شي، چې انسان د خپلو ناوړو خويونو، لکه کېنه، دروغ، قهر، ويره او… تر شا پر پرتو لاشعوري علتونو فکر وکړي او معلوم يې کړي. د لاشعوري علتونو معلومول اسانه کار نه دى؛ نو ښايي رواني ډاکټر ته هم پکې اړتيا پېښه شي؛ خو انسان هله له خپلو بديو ازادي اخىستى شي، چې د ځان او د خپلو خواهشاتو ترمنځ توازن پيدا کړي او خپل خواهشات له خپلو امکاناتو او خپل امکانات له خپلو ارمانونو سره پوخلا کړي. داسې فرد ته به بااختياره فرد وايو، چې له چا سره په پرمختګ رخه نه کوي او د کرکې پرځاى مينه شيندي.

استاد مجروح د فرويد د نهيلوونکي لاشعوري جبر پر خلاف د نوموړي د شاګرد ايدلر د هيلمنوونکي اختيار ياده ډېره کړې ده. د دې ارواپوهنې پر بنسټ انسان د حيوان پرخلاف په لومړيو کې د مشرانو پر وړاندې کمزورى احساس کوي او دا کمزوي او کهتري يې هڅوي چې په برترۍ يې واړوي. بل توپير دا دى، چې انسان د حيوان پرخلاف د کمزورۍ او کمترۍ احساس کولى شي. که انسان د برترۍ احساس وکړي، نو په نامستقيمه توګه خپل اختيار محدودوي او په جبر يې اړوي؛ نو پکار ده، چې انسان پر خپل فکر، فکر وکړي، چې څنګه د يوه سالم او ازاد فرد په توګه ژوند وکړي.په نجونو کې د تنګ کورني چاپېريال له امله د کمترۍ احساس پياوړى وي او په هلکانو کې چې د کمترۍ دا احساس څومره پياوړى وي، هغومره په زورورې او افراطي برترۍ اوړي. د ماشومتوب له عضوي نيمګړتياوو نه د پيدا شوي کمترۍ احساس په مټ ژوند ته ټاکلې موخه په بلوغ کې له انسانه هېره شي؛ خو دا اۤرزو يې د لاشعور برخه ګرځېدلې وي او له دې جبره د خلاصون لار نه ويني. د ادلر په اند د انسان پر چلندونو باندې بل مسلط عامل ټولنيز درک دى. انسان چې له ټولنې څرنګه درک لري، هغسې چلن ورسره کوي.

په همدې ضمن کې جادو ته د خلکو د قايلېدو پر علتونو هم غږېږي، چې د انسان چې له طبيعت سره مخه نه وي؛ نو ګومان کوي، چې طبيعت له فزيکي قوې هاخوا د يوه خارق العاده کمال په مټ خوځېږي. په دې توګه له طبيعت سره د کوچني تماس اړين دى.

د اثر وروستۍ موضوع د دولت او فرد ترمنځ پر جبر و اختيار څرخي. په نوې نړۍ کې دولت اړ دى، چې (عامه ګټې) وساتي. عامه ګټې د ټولنې د ټولو افرادو هغه ګټې دي، چې د دولت په چوکات کې وضع شي او دولت د دغو ګټو په ترلاسي کې له فرد سره مرسته کوي. دولت هڅه کوي، چې د ټولو افرادو ګټې تامين کړي او د يوه فرد په بقا سره بل فنا نه کړي؛ خو که يو فرد يا څو افراد د بل چا حق تروړي؛ نو دولت يې پر وړاندې غبرګون ښيي او د تشدد په ګډون له ټولو اړينو لارو چارو استفاده کوي. فرد د نظم د ساتلو په موخه له دولت مجبور دى؛ خو دا مجبوريت د ده د اختيار په پياوړتيا کې مرسته کوي.

استاد مجروح د ځان د مجبور ګڼلو لپاره يوه اساسي علت ته اشاره کړې: ”که د تاريخ دورو ته نظر وکړو؛ نو رامعلومه به شي، چې په انسان کې يو اساسي تمايل موجود دى او هغه دا دى، چې انسان تل د خپلو اعمالو او د خپل موجوديت د مسووليت بار په بل شي اچوي. يا طبيعي حوادث د انسان د اعمالو مسوول وي يا ارباب الانواع يا سرنوشت يا اجتماع او يا د فردي غريزې په شان مستبد قدرت او د دې مسووليت د رفع کولو له پاره يې په فلسفي عملي تحقياتو کې ثبوتونه لټوي. داسې ښکاري، چې په حقيقت کې انسان د خپل مجبوريت ثبوت ته زىات خوشحالېږي، ځکه چې د مسووليت بار يې له اوږو کمېږي او د روحي اضطراب په ځاى يو راز خاطرجمعي ورته پيدا کېږي او هم د دې مطلب له پاره دى له يوې ميتافزيکي دنيا سره ټينګه رابطه ساتل غواړي. انسان له دې څخه لذت اخلي، چې په ځان وژاړي، له خپل سرنوشت څخه شکايت وکړي، د خپل مجبوريت زنځيرونه نور هم پسې وشرنګوي، ځکه چې په دې حالت کې ورته کوم مسووليت نشته او چې مسووليت نه وي، اضطراب نه وي او انسان له ډېرو خوشبختيو څخه يوې بې اضطرابې او بې مسووليتې بدبختۍ ته زيات خوشحالېږي.

معاصرې وجودي فلسفې ته متفکرين د اضطراب فسلفه وايي، ځکه چې د دې فلسفې په نظر د انسان د خپل موجوديت او د خپلو ټولو اعمالو مسووليت د انسان په غاړه دى. د وجود فلسفه لومړى د انسان له پاره ټولې د رفع مسووليت لارې تړي، په ماورالطبيعه جهان کې ورته خلا ثابتوي. په طبيعي نظام کې ورته د انساني ارادې مظاهر ورښيي او په نفسي جهان کې ورته د انسان انتخابي قدر ورښکاره کوي او نتيجه اخلي، چې انسان هغه مختاره اراده ده، چې ځان پخپله انتخابوي، خپل ځان ته سرنوشت طرح کوي، خپل شخصيت پخپله جوړوي او د خپلې مختارې ارادې په وسيله خپل ځان ته د اسارت او مجبوريت دامونه ږدي.”(د جبر واختيار دىالکتيک(درېيم چاپ): ٨٦-٨٧)

د انسان د جبر و اختيار په اړه د دې پوښتنو منظم او معقول ځواب د مرحوم مجروح په دې اثر کې لوستى شئ. دا کتاب د جبر و اختيار منظمه او مستدله څېړنه ده، چې لوستونکى قانع کوي. دا د استاد مجروح استعداد ښيي، چې لوستونکي ته د ژوند او اختيار په اړه نوى او خوندور فکر ورکوي.

د دې کتاب معلوم مخاطب محصل دى، چې مرحوم مجروح ورته په روانه او ساده ژبه مفاهيم وړاندې کړي او د تکرار له مېتوده يې هم استفاده کړې، چېتېر معلومات ورته تداعي کړي؛ خو په اصل کې دا کتاب د هر هغه لوستوال لپاره اړين دى، چې پر ژوند باندې غوره کول ورته خوند ورکوي او مسووليت يې ګڼي.