د فېسبوک د بنسټ ايښودونکي او نابغه مارک زاکربرګ ۵ په زړه پورې ويناوې

لیکنه: محمد عزيز پردېس

هغه څوک چې د فېسبوک په رامنځ ته کولو يې نړۍ ته ټکان ورکړ، تاسې ته ۵ ارزښت لرونکي نصيحتونه لري.

مارک اليوت زاکر برګ يې بشپړ نوم دی، نوموړی د برنامو جوړولو سره ليونۍ مينه لرله او په ۲۰۰۴ کال کې يې د خپلو دوو نورو ملګرو سره دې کار ته ملا وتړله او د داسې يوې برنامې يا پروګرام په جوړولو يې پيل وکړ چې وشي کړی خلک له يو او بل سره نږدې کړي او ترمنځ يې اړيکې آسانه کړي.

د فېسبوک بنسټګر مارک زاکربرګ يو له هغو کسانو څخه دی چې له ۳۰ کلنۍ کښته ميلونر شو.

مارک زبرک د نړۍ د لسو شتمنو او بډايو کسانو له ډلې څخه يو دی، نوموړي به کال ۲۰۱۰ کال کې پرېکړه وکړه چې د خپلې مېرمنې سره يوځای خپله ٪۹۹ پانګه خيريه کارونو ته وقف کړي.

ښايي دا خبره زمونږ لپاره عجيبه وي، خو زاکربرګ دا يو بشپړ بشردوستانه ګام بولي او دا ورته مهمه نه ده چې څومره شتمني يې سپما ده؛ ځکه هغه غواړي چې نړۍ داسې يو ځای ته ورسوي چې د غوره ژوند کولو لپاره برابره شي.

تاسې دلته په دې مقاله کې د زاکربرګ ۵ غوره ويناوې، چې کولی شي ستاسې پر ژوند او کار او بار ژور اغېز ولري؛ ولولئ:

لومړی نصيحت:

چټک حرکت وکړئ، که غواړئ چې به بازار کې له نورو سیالانو مخکښ واوسئ، نو منظم او مرتب کار او بار بايد ولرئ.

دويم نصيحت:

ښه مې په ياد دي، کله چې د فېسبوک لومړنۍ نسخه مو فعاله کړه؛ نو د ملګرو سره مې پيټزا خوړله، له ځان سره مې فکر وکړ او ومې ويل: په انټرنېټ کې بايد خلکو لپاره داسې يو اسانتيا او خدمت موجود وي او دا ځکه چې خلک ورته اړتيا لري او کله چې پوه شوم چې زه خپله بايد دغه تشه ډکه کړم، نو د پخوا په پرتله مې جدي او محتاطانه عمل پيل کړ.

درېيم نصيحت:

زه نه غواړم چې فېسبوک دې يو امريکايي شرکت وي. زه نه غواړم چې دا داسې یو شرکت واوسي چې امريکايي ارزښتونو ته وده ورکړي. زما نظر دا دی چې فېسبوک ستاسې لپاره يو غوره او په زړه پورې څيز وي.

څلورم نصيحت:

ترټولو لويه وېره، پخپله وېره ده. په هغه دنيا کې چې په چټکۍ سره د بدلون په حال کې ده، د ماتې نه خوړلو ترټولو غوره او يوازينۍ ستراتيژي وېره او ډار نه کول دي.

پنځم نصيحت:

ښايي خلک يوه غوره نظريه او ايډيه ولري، چې وشي کولی ټولې نړۍ ته ټکان ورکړي؛ خو که پرې باور ونلري، نو هېڅکله به واقعيت ونه مومي.