۱- د حق د ملګرتیا او ژوندي کولو کې کوښښ وکړئ.
۲- د باطل د مخالفت او مقابلې کوښښ وکړئ.
۳- د حرامو عکسونو او ویډیوګانو له خپرولو ځانونه وساتئ.
۴- له داسي ټوکو او خبرو ځانونه وساتې چې دین، دیني شعائرو، قومونو او اشخاصو ته سپکاوی په کې وي.
۵- له بې ګټې بحثونو ځانونه وساتئ.
۶- له اوازو او دروغو خپرولو ډډه وکړئ او د نورو دروغ او اوازې هم مه نقلوئ.
۷- هغه حدیثونه، روایات او کیسې خپروئ چې کره او مستند وي.
۸- داسي څه خپروئ چې د خلکو دیني او دنیوي ګټې په کې وي.
۹- هرې کلمې ته مو متوجه اوسئ داسې هیڅ خبره مه خپروئ چې په اخرت کې درته پيټي ګرځي.
۱۰- ځانونه د خیر او ښو کیلیانې وګرځوئ او کوښښ وکړئ چې د شر او بدو مخه ونيسئ.
کاپي…