د قذافي کرکټ لوبغالي سره د چاودنې با اجود نن ورستۍ لوبه ترسره کیږي.

پاکستاني چارواکي وايي: د قذافي کرکټ لوبغالي مخکې د ځانمرګي برید با اجود به نن د زمبابوې او پاکستان کرکټ لوبډلو ترمنځ ورستۍ سیالي ترسره کیږي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر پرویز رشید رسنیو ته تاید کړې چې د جمعې په ورځ د پاکستان او زمبابوې کرکټ لوبډلو ترمنځ د کرکټ د سیالۍ په وخت د قذافي کرکټ لوبغالي نه د باندې یو ځانمرګي ځانته چاودنه ورکړې او پکې یو پولیس وژل شوی او شپږ نور ټپیان دي.
بل پلو د پاکستان د کرکټ بورډ چارواکو ویلي: یادې پېښې د دواړو لوبډلو په روحیه کوم تاثیر نه غوځولی او نن به د پلان له مخې د سیریز ورستۍ سیالي ترسره کیږي.
هیره دې نه وي چې په 2009 کال د سریلنکا کرکټ لوبډله چې د پاکستان په دوره وه د همدغه کرکټ لوبغالي د باندې پرې وژونکی برید ترسره شوی وو، او سیریز له دې امله په نیمه کې پاتې شو چې امنیتي حالات ترینګلي وو.
له دغه ناوړه پېښې ورسته د زمبابوې کرکټ لوبډله لومړۍ د ټیسټ کرکټ لوبډله ده چې د پاکستان سفر کوي.