۱- په ښې لاس سره دقرآن كريم اخيستل اوبل چاته وركول
۲- د تلاوت څخه مخکې دبدن ، لباس اوځاى پاکوالی او اودس کول ضروري (اړین) دی
۳- تلاوت كوونكي بايد دنورو خلكو نه په اوچت ځاى باندې ناست وي
۴- د قرآن د تلاوت په وخت کې مخ د قبلې په طرف کول
۵- د تلاوت پیل کولو څخه مخکې (اعوذباالله من شیطان الرجیم) ویل
۶- دتلاوت په دوران كې دنياوي خبري نه كول
۷- په قرآن کې کتل افضل دی ولې چې په قرآن کریم نظر ساتل هم عبادت دی
۸- قرآن کریم په ټیټ غږ سره ویل
۹- په پریوتو (څملستا) د قرآن کریم تلات روا ده خو له آدابو څخه خلاف دی
۱۰- كله چه ډيرخلك وي نوپه ټيټ اواز سره تلاوكول
۱۱- دنوروپه تلاوت كې اخلال نه كول
۱۲- چاچې قرآن کریم په تجوید سره ووایل هغه ته د شهید ثواب ورکول کیږی
۱۳- قرآنم کریم د حفظ څخه ورسته هیرول کبیره ګناه ده
۱۴- کله چې آیات د سجدې ولوستل شی ښه به دا وي چې سم د لاسه سجده د تلاوت وکړی
۱۵- لکه څنګه چې د هر شي ښایست وي د قرآن کریم ښایست په ښه آواز سره ویل دی
۱۶- د دوزخ اوعذاب ايتونو دلوستلو پروخت ژړا كول اودجنت او نعمتونو دايتونو په لوستلو سره دهغې دعا كول
۱۷- د تلاوت کولو په دوران کې خندل، خبرې کول ، ناوړه فکر سوچ کول مکروه دې
۱۸- د سهار په وخت کې د قرآن کریم تلاوت کوی ولې چې د سهار په وخت کې فرښتې حاضری وي ) سورة بنی اسرائیل ۱۷ آیت ۷۸(دتلاوت په اخر كې صَدَقَ اللهُ الْعَظِيْمَ )ويل.