د قربانۍ فضایل

۱: د قربانۍ په ورځ د څارویو د ذبح کولو (حلالولو) څخه بهتر عمل بل نشته.

۲: د قیامت په ورځ د څاروي ټولې اجزاوې د قرباني کوونکي په نیکو اعمالو کې حسابیږي.

۳: کله چي په اخلاص سره قرباني وشي؛ نو د څاروي وینه ځمکي ته د رسیدلو څخه وړاندې د الله تعالی په حضور کې قبلیږي.

( ترمذي، ابن ماجه، عن عائشة ام المومنین رضي الله تعالي عنها)

۴: د قربانۍ د څاروي د لومړي څاڅکی وينې په تویدو سره د انسان ټول ګناهونه بخښل کیږي.

(مستدرک للحاکم، الترغیب والترهیب، عن فاطمة رضي الله تعالی عنها)

۵: د قربانۍ د څاروي د هر ویښته په بدل کې الله تعالی یوه نیکي ورکوي.

(مسند احمد، ابن ماجه، عن زيد بن ارقم رضي الله تعالی عنه)

د قربانۍ حکم:

قربانۍ په هغه مسلمان واجبه ده، چي عاقل، بالغ، مقیم او د نصاب څښتن وي؛ د نصاب څښتن کیدل دا مانا چي ۶۱۲.۳۵ ګرامه سپين زر د لومړنیو اړتیاو څخه زیات او یا دهغه د قیمت سره برابره سرمایه ولري اویا ۸۵ ګرامه سره زر البته دا نصاب د زکات د نصاب په څیر ندي، په دې کې د کور اضافي سامان الات، د اوسيدلو اضافه خونې، اضافه ځمکه او داسې نور ملکیتونه هم حسابیږي.

لومړنۍ اړتیاوې:

له دې څخه هدف هر هغه شی دی چي په هغه پورې ژوند یا ابرو تړاو ولري، لکه خوراک، څښاک، کالي او داسې نور بناءً تلویزیون، اضافې ټيلفون، اضافي کالي او ظرفونه (لوښي) په لومړنیو اړتیاوو کې نه شمیرل کیږي.

دقربانۍ د وجوب په اړه مسایل:

۱: پر یوه کس یواځې یوه قرباني واجبه ده که هر څومره مالداره وي.

۲: په قرض (پور) قرباني کول بهتره نه ده البته که قرضدار بیا هم په قرض قرباني وکړي نو قرباني يې کیږي.

۳: د مړي لپاره قرباني کول روا ده او ثواب هم ورته رسیږي.

۴: که یو څوک د قربانۍ په ورځو کې مړ شي، نو قرباني ورڅخه ساقطه ده.

۵: که د قربانۍ مال ورک یا مړ شي او اخیستونکي يې مالداره وي؛ نو بل څاروی اخیستل ورباندي واجب دی، که غریب وي نو هیڅ هم ورباندې نشته.

۶: په حرام مال قرباني نه کیږي.

۷: که پلار او زامن سره شریک وي نو قرباني يواځي پر پلار واجبه ده.

له شراکت سره تړلي مسایل:

په قربانۍ کې د شراکت تر ټولو غوره طریقه داده چي د څاروي د اخیستلو څخه مخکې یو څو کسه را ټول شي، چې د ټولو نیت پاک وي، عقیدې يې سمې وي، مالونه يې حلال وي او بیا څاروی واخلي. دا هم جائزه ده، چې یو څوک څاروی یواځې واخلي او د اخیستو په وخت کې د نورو د شراکت نیت ولري او د نصاب څښتن هم وي، کولاي شي چې نور کسان له ځان سره شریک کړي: که چیرې يې د اخیستلو په وخت کې د نورو د شراکت نیت نه درلود؛ نو په دې حالت کې غوره خبره داده چي شریک کول ورته جایز دی او که چیرې نوموړی کس د نصاب څښتن نه وي، په داسې حالت کې نشي کولای، چي نور کسان له ځان سره شریک کړي ځکه په فقیر قرباني نشته او هر څاروی چې د قربانۍ په نیت واخیستل شي؛ نو واجبه ده، چي همغه څاروې به قرباني کوي؛ ځکه چي دا هغه څاروې ده چي په ځان یې نذر کړی او په نذر وفا واجب ده.

د بل لپاره قرباني کول:

واجب قرباني د بل لپاره د هغه له اجازې پرته صحیح نه ده او که دا يې عادت وي، نو بیا صحي ده او که قربانۍ واجبه نه وي نو احساناً جائز ده.

دقربانۍ څاروی:

د قربانۍ لپاره څلور ډوله څاروي ځانګړي شوي:

۱: اوښان

۲: غوایان/ میښه(ګامیښه)

۳: پسونه/ ګډان

۴: وزې (بزې)

د قربانۍ د څارویو عمرونه:

۱: اوښ باید لږ تر لږه د پنځو کالو وي.

۲: د غوا او میښې (ګامیښي) عمرونه باید دوه کاله پوره وي.

۳: پسونه او اوزې (بزې) باید یو کلنې وي.

په دې عمرونو کې که یوه ورځ يې هم کمه وي، قرباني يې نه کيږي؛ پرته له پسه نه، پسه چي کله شپږ میاشتني وي قرباني پرې کیږي، په دې شرط چي دومره چاغ او صحت مند وي، چي له یو کلن سره يې توپير نه کیږي.

۴: که یو څوک څاروی پلوري او عمر يې پوره ښیې او په ښکاره هم د پوره عمر ښکاري قرباني یې صحیح ده.

۵: کله چې د یو څاروي د عمر پوره کیدل یقیني وي؛ نو دهغه، د غاښونو تعداد ته اعتبار نشته.

د قربانۍ د څاروي عیبونه:

۱: پوره یا نیمايي څخه زیاته پزه، ژبه او غوږ یې پرې شوې وي، قرباني یې جائزه نه ده.

۲: د اوزي او ګډې یو تی د غوا، میښې او اوښې دوه تیونه چې پرې شوي وي یا د کوم عیب په وجه شیدې ورڅخه نه راوځي قرباني ورباندي جائزه نه ده.

۳: کوم څاروي چي پوره ړوند وي یا يې نظر له نیمايي نه زیات کم شوی وي قرباني یې جائزه نده.

۴: کوم څاروی چې په یوه پښه ګوډ وي او په همدې پښه تګ نشې کولای نو قرباني یې صحي نه ده او که ورباندي تګ کولای شي؛ نو بیا صحي ده.

۵: دومره خوار څاروی چي په هډوکو کې يې ماغزه ختم وي او د ذبح کولو تر ځای په خپله نشي تللای؛ نو قرباني کول یې صحیح نه ده البته د چاغ او قوي څاروي ذبح کول بهتر دي.

۶: د کوم څاروي چي غاښونه بلکل نه وي؛ نو قرباني یې صحیح نه ده، که یې لږ غاښونه وتلي وي او ډیر يې پاتي وي، بیا صحیح ده.

۷: د کوم څاروي چي پیدايښتي غوږونه نه وي او یا يې د نیم نه زیاته برخه پرې شوي وي، قربانې یې صحیح نه ده او که پیدایښتي یې غوږونه ډیر واړه وي، بیا صحیح ده.

۸: کوم څاروی چې باالکل ښکرونه نه لري يا يې د ښکرونو پوښ وتلی وي یا يې ښکر مات شوی وي او اثر يې ماغزو ته نه وي رسیدلی؛ نو قرباني يې صحیح ده، او که ماغزو ته يې اثر رسیدلي وي نو بیا یې قرباني صحیح نه ده.

۹: د کوم څاروي چي سترګي او ښکې کوي، قرباني یې صحیح ده.

۱۰: کوم څاروی چي خارښت ولري، خو دومره زیات نه وي چي د څاروي صحت ورسره اغیزمن شي قرباني یې صحیح ده؛ که صحت يې اغیزمن شو او کمزوری شو نو بیا يې قرباني صحیح نه ده.

۱۱: د کوم څاروي چي غاښونه سولیدلی وي؛ خو واړه واړه پاته وي او خوراک ورباندي کولای شي، قرباني یې جائزه ده.

۱۲: هغه څاروی چي په خیټه کې بچی ولري، په هغه هم قرباني جایزه ده او که ولادت ته بیخي نږدې وي نو بیا مکروه ده او که له خیټې يې بچي ژوندي ووت؛ نو هغه به هم ذبح کوي او حلال دی؛ که مړ پیدا شو بیا د امام ابوحنیفه رحمة الله علیه په نزد حلال نه دی.

۱۳: که چیري په کوم مال کي د ذبح کولو په وخت کوم عیب پیدا شي؛ نو د قربانۍ مانع (خنډ) نه ګرځي.

۱۴: که د قرباني څاروي د اخیستلو نه وروسته عیبي شو، که څښتن يې مالدار وي، بل څاروي به اخلي او که غریب وي همدغه څاروی به قرباني کوي.

۱۵: د بل چا په فصل او پټي کې د څریدلي څاروي قرباني جایزه ده که څه هم دا عمل حرام دی.

۱۶: کوم څاروی چي ګرځي او مردارې خوري د څو ورځو لپاره باید وتړل شي چې د ګندګۍ اغیز ورڅخه ختم شي، اوښ باید ۴۰ ورځې، غوا ۲۰ ورځې ګډې او اوزې ۱۰ ورځې وتړل شي.

د قربانۍ وخت:

د قرباني وخت د ذوالحجې د لسمې صبح صادق راختلو څخه وروسته د ذوالحجې تر دولسمې لمر پریوتلو پورې دی.

۱: په کوم ښارونو یا لویو کلیو کې چې د اختر لمونځ کیږي؛ هلته قرباني د لمانځه څخه مخکې صحیح نه ده، که چا د لمانځه څخه مخکې قرباني وکړه قرباني یې ونشوه، بل مال به د لمانځه څخه وروسته ذبح کوي، که د لوی ښار یوه جومات یا عیدګاه په یوه ساحه کې هم د اختر لمونځ وشي؛ نو ټولو خلکو ته د قربانۍ کول جائز دي.

۲: کومو بانډو او کلیو کې چي د اختر لمونځ نه کیږي هلته د ذوالحجې د لسمې نیټې د صبح صادق نه وروسته قرباني کول صحیح دي.

۳: که د اختر په لومړۍ ورځ د کوم عذر له کبله لمونځ و نشو؛ نو د لمانځه د وخت تیریدلو څخه وروسته قرباني صحیح ده.

۴: د ذوالحجې په یولسمه او دولسمه شپه هم قرباني جایزه ده، خو غوره نه ده.

۵: د قربانۍ تر ټولو غوره وخت اوله ورځ ده.

د قربانۍ د غوښي پورې اړوندي مسلې:

۱: د قربانۍ د غوښو خرڅول په هیڅ صورت روا نه دي، که بیا هم چا خرڅې کړې نو پیسې به يې صدقه کوي.

۲: شریکان به د غوښې تقسیم په تول سره کوي، په اندازه ( پیمانه ) صحیح نه ده.

۳: غوره یا مستحب داده چي د قربانۍ غوښه دې درې تقسیمه شي، یوه برخه د خپل کور لپاره دویمه برخه د دوستانو او خپلوانو لپاره دریمه برخه د مسکینانو لپاره او که چیرې قرباني کونکی عیال داره وی (لویه کورنۍ) ولري او ټولې غوښې ته يې اړتیا وي ټوله غوښه هم له ځان سره ساتلی شي؛ ځکه چي د غوښې ویش له قرباني قبلیدو او نه قبلیدو سره کوم تړاو نه لري.

د قربانۍ د پوستکو اړونده مسائیل:

۱: د پوستکي استعمال قرباني کوونکي ته هم جایز دی او د داسې شي سره بدلول هم جایز دي چې دوامداره د استعمال وړ وي.

۲: د پوستکې پلورل جایز نه دي او که وه يې پلورله پیسې به يې فقیرانو ته صدقه کوي.

۳: د قربانۍ پوستکي مالدار ته هم ورکولای شئ.

۴: د قربانۍ د پوستکي پیسې په مسجد، مدرسه او په نورو خیریه کارونو کې مصرفول ناروا عمل دی؛ ځکه چې په دې کې د فقیر تملیک (مالک ګرځول) شرط دی او په پورته ځایونو کې د فقیر ملکیت نه وي.

۵: په مستقیم ډول د دیني مدرسو په شاګردانو یې مصرفول جائز دي.

د ذوالحجې د لمړیو لسو ورځو مستحب عملونه:

هغه ورځې چې په کومو کې لوی اختر راځي

۱: هر څوک چې غواړي قرباني وکړي نو مستحب دی، چې د ذوالحجې د میاشتې په داخلیدو سره به د بدن ویښتان او نوکان نه پریکوي، په دې شرط چې د تخرګونو، نامه لاندې ویښتانو او نو کانو باندې څلویښت ورځې نه وي تیرې شوي؛ ځکه بیا يې پاکول یا پریکول واجب دي.

۲: د ذوالحجې په لومړنیو لسو ورځو کې روژه نیول مستحب عمل دی، البته کوم خلک چې حج کې مصروف وي د هغوی لپاره د عرفې په ورځ روژه نیونه صحي نه ده.

۳: هر څوک چې قرباني کوي، او یا يې نه کوي مستحب دا دی چې د قربانۍ د غوښو نه مخکې خوراک ونه کړي.

د تشریق تکبیرونه:

۱: هر هغه څوک چي فرض لمونځ کوي، د نوموړو تکبیرونو ویل ورباندې واجب دی، البته نارینه به يې په درمیانه (منځني) لوړ اواز او ښځینه به يې په ټیټ اواز وايي، که جمع وي یا انفرادي لمونځ وي.

د تشریق د تکبیرونو الفاظ:

ﷲُ اَکْبَرﷲُ اَکْبَرلَا اِلٰہَ اِلَّا ﷲُ وَﷲُ اَکْبَرﷲُ اکْبر وللہ الْحَمْدُ

۲: نوموړي تکبیرونه د ذوالحجې په نهمه د سهار له لمانځه څخه وروسته پیل کیږي او په دیارلسم تاریخ د مازدیګر لمانځه څخه وروسته پای ته رسیږي، یعني په ۲۳ لمونځونو کې باید وویل شي.

د قربانۍ بنسټ کله ایښودل شوی؟

قرباني په دې مانا چي د الله تعالی په دربار کې یو څاروی الله تعالی ته د ځان د نږدې کولو لپاره وړاندې کړي، د ادم علیه سلام د ځامنو د واقعې څخه معلومیږي، چې قرباني د ادم علیه سلام دوخت څخه شروع شوی (سوره مائده)

د قربانۍ حقیقت:

قرباني په حقیقت کې دا ده چې یوبنده د خپل رب حضور ته خپل ځان وړاندې کړي، لکه د ابراهیم او اسماعیل علیهما السلام واقعې کې چې څرګنده شوې، دا د الله تعالی لطف او مهرباني ده، چې خپلو بنده ګانو ته ېې د ځان په بدل کې د څاروي د ذبح کولو امر کړی دی.

(شورای اجرایه جوانان حزب اسلامی ولایت لغمان)

اخذلیکونه:

۱: القران الکریم

۲: سنن ترمذي

۳: سنن ابن ماجه

۴: مسند احمد

۵: مشکواة المصابیح

۶: رد المختار

۷: کفایت المفتي

۸: احسن الفتاوي

۹: در المختار

۱۰: الفتاوي الهندیه

۱۱: الفتاوي رحیمی