د قزاقستان ولسمشر د امریکا د نوې ستراتیژي ملاتړ وکړ

د قزاقستان ولسمشر د افغانستان او منځنۍ اسیا لپاره د امریکا د متحد ایالتونو د نوې ستراتیژي ملاتړ وکړ.

په دې ستراتیژي کې په افغانستان کې د طالبانو پر ضد د امریکایي ځواکونو پر جګړې ټینګار شوی او پر پاکستان انتقاد شوی چې هغو وسله والو ته پناه ورکوي چې په افغانستان کې جګړه کوي.

سپینه ماڼۍ وایي، نور سلطان نظرباییف په دې اړه تیره  ورځ د امریکا د متحد ایالتونو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره پر ټیلیفون خبرې وکړې.

ولسمشر ټرمپ په سیمه ییزه او نړیواله کچه د قزاقستان د مشرتانه د هڅو ستاینه وکړه.

دواړو مشرانو د واشنګټن او استانې ترمنځ پر دوه اړخیزو اړیکو هم خبرې وکړې.