د قزاقستان پخوانی صدراعظم سریک احمدوف له زندانه خوشي شو

د قزاقستان پخوانی صدراعظم سریک احمدوف چې د اداري فساد په جرم زنداني و، نن خوشې شو.

احمدوف نهه پنځوس کلن دی او په ۲۰۱۵میلادي کال کې په لس کاله بند محکوم شوی و.

هغه په پېل کې په جرم له اعترافه ډډه کړې خو په ۲۰۱۶میلادي کال کې یې ومنله چې په اداري فساد کې یې لاس درلود، او معذرت یې وغوښت او له امله یې د بند موده دوو کلونو ته را کمه شوه

احمدوف له۲۰۱۲تر ۲۰۱۴ ميلادي کاله د قزاقستان صدراعظم و.