‏د قطر بهرنیو چارو وزیر او د ملګرو ملتونو عمومي منشي د افغانستان په اړه خبرې کړي

د رسنيو د راپورونو له مخې، ‏د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان آل ثاني او د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش پرون د تلیفون له لارې د افغانستان پر وروستیو پرمختګونو او یو لړ نورو سیمه ییزو مسایلو په تړاو خبرې سره کړې دي.