د قطر د بهرنیو چارو وزیر اوکراین ته سفر کړی

د قطر د بهرنیو چارو او لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني پرون د اوکراین پلازمېنې کیف ته د سفر پر مهال د دغه هېواد له ولسمشر ولادیمیر زلینسکي او نورو لوړ رتبه چارواکو سره کتلي دي. د راپورونو له مخې دغه سفر د اوکراین او روسیې ترمنځ د روانې جګړې د ارامولو د هڅو په درشل کې ترسره شوی. ال ثاني د دغه سفر په ترڅ کې له کیېف سره د ۱۰۰ میلیونو ډالرو بشري مرستې اعلان کړی او دغه راز د قطر په پوهنتونو کې یې اوکرایني زده کړیالانو ته د زده کړو د زمینې برابرولو ژمنه هم کړې ده.