د طالبانو ویاند منلې چې دا خبرې نن له غرمې وروسته پيل شوې
که څه هم د تېرو پړاونو خبرې تر ډېره له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر وتلو او د ترهګرۍ په موخه د نورو پرضد د افغان خاورې د نه کارونې پر مسئلو ور ټولې وې
خو د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ټینګار کړی چې د دغو دوو مسئلو ترڅنګ به د بین الافغاني خبرو او اوربند په برخو کې هم پرمختګ وشي
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د خبرو دا پړاو ډېر مهم دی او دوې تمه لري، چې ښه پرمختګونه به ترلاسه کړي او تر یوه بریده به پایلو ته ورسیږي.