د قوش تيپې کانال د لومړي فاز د کيندنو چارې بشپړې شوې دي

‏د ملي پراختيا شرکت مسوولينو، ملت ته د دولت د حساب ورکولو پروګرام کې وويل، چې د قوش تيپې کانال د لومړي فاز د کيندنو چارې بشپړې شوې دي. د یاد شرکت مسوولينو، دغه راز وویل، چې دغه شرکت په تېر يوه کال کې د هېواد په کچه ۸۹ پروژې بشپړې کړې او مالکانو ته يې سپارلې دي.