د لارښوونکيو لپاره لارښود اثر

ليکوال: پوهنیار سيداصغر هاشمي

په نړۍ کې انسانانو ته ډېر کتابونه پوهې او علم انتقال لپاره ليکل کېږي او په ځانګړي ډول د ژوند رهنمايي ورته کوي خو ځينې داسې اثار شته چې د ډېر علم انتقال پر ځای هغه کسان چې کتابونه ليکلي او يا په اثارو کې د رهنما په ډول خلکو ته لارښوونې کوي، دا اثر ورته لارې چارې ښيي.

دغه اثر(د تدريس زده کړه) لارښوونکيو ته لارښوونه کوي او په دې تاکېد کوي چې زده کړه بايد کوم ډول انتقال شي.

الله تعالی انسانان ډول ډول پيدا کړي دي، امکان لري چې يو کس ډير ټيټ قد، خراب اواز او يا داسې نور….. ولري. معاصرې ښوونې او روزنې د لارښوونکيو لپاره چې کومې ځانګړنې مهمې ګڼلي په ځينو کې نشته، سمه ده چې د لارښوونکي بېروني جوړښت بايد سم وي خو دا چې دا واک د انسان په لاس کې نه دی نو ګرم هم نه دی خو ځينې مسايل دي چې د ښه لارښود لپاره مهم دي او په ځينو لارښوونکيوکې نشته. لکه:

په خپل وخت ټولګې ته راتګ، په موضوع حاکميت، عدالت او انصاف درلودل، تعصب نه کول، په امتحان او نومرو کې له برابرۍ کار اخيستل، رشوت نه اخيستل، د شاګردانوسوالونو ته ځواب ورکول، له شاګردانو سره سمه رويه کول او داسې نور…

ځينې استادان شته چې په صنف کې په محصلانو بېلابېل نومونه ږدي چې دا نومونه ايښودل د انسان په شخصيت بد تاثير کوي او د اسلام له نظره هم سم کار نه دی.

معلم يوه خاصه دنده ده چې عالمان روزي او د دوی کړه وړه نېغ په نېغه د شاګردانو په خوی او عادتونو تاثير لري.

د سيدجمال الدين افغان پوهنتون، د ارواپوهنې د څانګې محصلانو کړو وړو کې ډېرې مثبتې نقطې مې وليدې چې اصلي دليل يې د څانګې استادان دي.

کله چې خپل زوی ته د واده لپاره نجلۍ ټاکو نو د نجلۍ کورنۍ مطالعه کوو، ځکه چې د کورنۍ ټول کړه وړه په انسانانوتاثيرات لري، استاد هم د صنف د شاګرانو معنوي پلار دی او د ده ټول کړه وړه پرې مثبت او منفي تاثيرات درلودای شي.

معلمان دي چې عالمان روزي. د معلم او عالم توپير په دې کې دی چې هر عالم معلم کېدای نه شي خو هر معلم عالم کېدای شي، يعنې معلم خاص او عالم عام وي نو د ښه عالمانو درلودلو لپاره په لومړي قدم کې ښه معلمان درلول اړين دي، ځکه چې د ټولو ښه عالمانو معنوي پلرونه معلمان دي.

د معلم او عالم کلمې يو د بل لپاره اړين او نه بېليدونکي دي.يو معلم بايد عالم وي او هر عالم که معلم نه وي باک يې نشته.

علم او پوهه ارزښتناکه سرمايه ده، خو له دې پوهې نه د تدريس پر وخت ښه او پرځای استفاده کول د يو ښه معلم کار دی.

په نړۍ کې ډېر عالمان تېر شوي دي،لکه: افلاطون، ارسطو، سقراط، بقراط او داسې نور په سلګونو، دوی ټول سره له دې چې نامتو فيلسوفان او پوهان د نړۍ دي خو ښه لارښوونکي ورته ويلای نه شو.

په ټولې نړۍ کې ارواپوهنه د يو بنسټيز مسلک په ډول په ټولو پوهنځيو کې تدريسيږي ځکه چې د هر پوهنځي فارغ التحصيل بايد د زده کړې د لاس ته راوړلو سره سره د ټولنې يو ښه لارښوونکی وي.

رسول الله صلی الله عليه وسلم بهترين معلم وه نو له همدې امله دا ډېره بهترينه دنده ده او ټولو ښو لارښوونکيو ته د دې دندې مبارکي وايم.

په پای کې د ښوونې او روزنې پوهنځي، د مسلکي تعليماتو څانګې استاد پوهنيار راز محمد فيضي ته د اثر د چاپ مبارکي وايم او د الله تعالی له درباره ورته د نور علمي کار صلاحيت، قوت او په زړه کې مينه غواړم.