د لبنان صدراعظم سعد حریري استعفی وکړه

د لبنان صدراعظم سعد حریري تېره ورځ له سعودي عربستانه په ټلوېزیوني وینا کې وویل چې خپل امنیت ته د اندېښنې له امله له دندې استعفی کوي.

هغه په رسمي سفر سعودي عربستان ته تللی و او له هغه ځایه یې د خپلې استعفی خبر ورکړ.

سعد حریري له سعودي عربستانه په ټلوېزوني وینا کې وویل چې په لبنان کې امنیتي وضعیت داسې دی لکه په ۲۰۰۵ میلادي کال کې چې و او پلار يې ترور شو.

سعد حریري د سعودي عربستان له العربیه ټلوېزیونه په وینا کې وویل:موږ هغو شرایطو ته په ورته حالت کې ژوند کوو چې مخکنی صدراعظم رفیق هریري ووژل شو.”

د لبنان پخوانی صدراعظم رفیق حریري په ۲۰۰۵ میلادي کال کې ترور شو.

د سعودي عربستان العربیه ټلوېزیون د پټو سرچینو په حواله ویلي چې څو ورځې مخکې، په لبنان کې پر صدراعظم سعد حریري د حملې ناکامه هڅه شوې وه.

سعد حریري د لبنان له سُني مسلمانانو او د سعودي عربستان د واکمنۍ له نېږدې شریکانو دی، هغه په لبنان کې د شیعه وسله‎والو پر ډله حزب‎الله او ایران تور پورې کړ چې په عربي نړۍ کې يې ناکراري جوړه کړې ده.

سعد حریري له العربیه ټلوېزیون څخه په وینا کې وویل:زه پر خپل ژوند د حملې په پټې دسیسې پوهېدلی یم او د هغو کلکو اصولو پر بنا چې ما له خپله شهید پلار رفیق حریري زده کړي، د الارز انقلاب د ارزښتونو پر بنا، له دې امله چې نه غواړم چې د لبنان خلک مایوسه کړم یا داسې کار چې له هغو اصولو مخالفت لري ومنم، د صدراعظم له دندې استعفی کوم.”

سعد حریري په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د لبنان صدراعظم وټاکل شو او له هغه راهیسې یې د حزب‎الله د استازو په ګډون، د ۳۰ کسیزې کابینې مشري کوله.