د لبنان په شمال ختیځ کې د سوریې سره پولې ته نږدې د ارسال په ښار کې رامنځته شوې ده .
د ارسال د ښار ښاروال باصیل الهاجري خبري رسنیو ته ویلي دي چې چاودنه د الشفیق په کلي کې رامنځته شوې ده .
هغه ویلي دي چې په چاودنه کې دوه تنه مړه او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
هغه ویلي دي چې د برید اصلي هدف نامعلوم دی. خو داسې ښکاري چې د برید هدف په کوم ځای وو خو برید کوونکی خپل هدف ته د رسیدو نه د مخه چاودنه رامنځته شوې ده .
د لبنان د رسمي خبري آژانس د خبر له مخې په پیښه کې وژل شوي یو د ۲۰ کلونو او بل ۲۵ کلونو ځوانان ول . د پيښې قربانیان د سوریې وګړي دي.
په پيښه کې درې تنه ټپیان شوي دي چې په روغتون کې د درملنې لاندې قرار لري.
د لبنان د ارسال د ښار پولیسو د چاودنې په اړه پراخه څیړنې پیل کړي دي.