د لسو غوره ولایتي لوبډلو په ګډون د الکوزي ایلیټ کپ سیالۍ پیل شوې

د افغانستان کرکټ بورډ کورني کرکټ په کچه د لسو غوره ولایتي لوبډلو ترمنځ د الکوزي ایلیټ کپ تر نامه لاندې د کرکټ یو ورځینۍ سیالۍ پیل شوې.
د کرکټ بورډ د مالوماتو له مخې، دغه سیالۍ چې د سلیم کاروان او زرملوال په لوبغالو کې به ترسره شي، د جون تر ۱۵ نیټې پورې به دوام وکړي او نیمه پایلوبې او پایلوبه به یې د الکوزي- کابل په نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.
د کرکټ بورډ چارواکي وایي: له دغو سیالیو څخه موخه د ولایتونو په کچه د کرکټ سالم رقابت ته وده ورکول او د هیواد کرکټ ملي جوړښت ته د ځوانو استعدادونو لارموندنه ده.