د لس اوریز کرکټ لیګ د دویم پړاو سیالۍ د نارترن واریورز لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې

یادې سیالۍ د ۸ لوبډلو ترمنځ د نومبر میاشتې په ۲۱مه نېټه پیل شوې وې او تېره شپه پای ته ورسېدې، چې یوشمېر افغان لوبغاړي هم پکې ولوبېدل او ښه وځلېدل.

د لس اوریز کرکټ لیګ سیالۍ، چې یو شمېر افغان لوبغاړي هم پکې ولوبېدل تېره شپه د نارترن واریورز لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.

پای لوبه کې کې نارترن لوبډلې پښتون لوبډلې ته د ۱۴۱ منډو هدف ورکړ.

دوی ته رومن پاول ۶۱ تر نورو زیاتې منډې وکړې.

پښتون لوبډله د هدف ترلاسه کولو کې پاتې راغله، لس اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۱۸ منډې وکړې او لوبه د ۲۲ منډو په توپیر سره نارترن لوبډلې وګټله او د اتلولۍ جام یې په خپل نوم کړ.

د لوبې غوره لوبغاړی پاول او د ټول لیګ غوره لوبغاړی هاردوس ویلجون وټاکل شو.

په توپ وهنه کې تر ټولو زیاتې ۳۲۴ منډې د نارترن لوبغاړي پورن کړې وې او په توپ اچونه کې هم تر ټول زیاتې ۱۸ ویکټې د نارترن لوبغاړي هاردیس ویلجون اخیستې وې.

په دې لیګ کې یو شمېر افغان لوبغاړي هم ولوبېدل او ښه وځلېدل، چې محمد شهزاد، حضرت الله ځاځي، مجیب الرحمن، نجیب الله ځدران، ظاهر خان او شفیق الله شفق پکې د لوبې د غوره لوبغاړي جایزې هم ترلاسه کړې.

د دې سیالیو لومړی پړاو تېر کال ترسره شو، چې اتلولي یې د کیرالا کینګز لوبډلې ګټلې وه.

خبریال : نصرت الله عمرزی