د لغمان سراج کلا په څه حال ده؟

 سراج کلا په لغمان ولایت کې دهغه باغ نوم دی چې دامیر حبیب الله خان د واک پر مهال په عصري ډول جوړ شوی ده، د دغه بڼ ودانیزې چارې په ۱۳۲۸ کال کې پیل او په ۱۳۳۰ کال کې پای ته ورسېدې، د کلا سراج بڼ په ۵۵ جریبه ځمکه کې جوړ شوی دی او په دغه بڼ کې جوړې شوې کلا ۸ جریبه ځمکه نیولې.

دغه کلا دخپل مهال په ټولو عصري وسایلو او اړتیاؤ سمباله وه، یو عصري حمام ، نغاره خانه او د رزم او بزم لپاره ټولې اسانتیاوې درلودې، خو له بده مرغه د دغه بڼ او په تیره ددې تاریخې کلا ځينې برخې د بچه سقاو( حبیب الله کلکاني) د واک په اړو دوړ کې له منځه ولاړې، له هغه وروسته له ثور کودتا نه په مخکې کلونو کې د حسن خان ګردیزي په نوم یو په ودانیزو چارو مین والي د دې کلا عصري حمام د بندي خانې په بندیانو په بیګار وران کړ او په خښتو یې د لغمان ولایت د مستوفیت ودانۍ جوړه کړه،خو له بدبخته په هېواد کې د وروستیو څولسیزو وژونکو او ورانوونکو جګړه له امله د نورو تاریخي شتمنیو او ټولګټو تاسیساتو ترڅنګ ددې ښکلې بڼ او ودانۍ بڼه هم یومخ بدله او ان چې په اوس وخت کې خو په دې بڼ اوکلا کې دکثافاتو له وجې څو په اسانه ګرځیدلی هم نه شي.

په وروستیو کې یو شمېرلغماني فرهنګیانو په دغه کلاکې د یو شمېرکسانو لخوا د غصب د هڅو خبر ورکړ او اندیښنه یې وښوده،چې که په دې اړه جدي اقدام ونه شي،پایلې به یې ښې نه وي.

د لغمان والي عبدالجبارنعیمي بیا دا خبره رد کړې او ویلي،چې دوی په دې برخه کې جدي دریځ لري.

له دې سره د لغمان ولایت مقام د یوې خبرپاڼې له خپرولو سره ویلي، چې دوی په لومړی قدم کې ددغې تاریخې بڼ دپاکوالي لپاره لاس په کار شوي او ددې چارې د ترسره کولو لپاره يې یو کمیسیون هم ګمارلی،ترڅو په یوه میاشت کې دننه دباغ څخه ټول کثافات پاک کړي، اوهم په دوهم قدم کې تصمیم لري چې دیادې تاریخې کلا دیوالونه او څلور در وازې په اساسي ډول جوړې کړي.