د ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، د لغمان ولایت علینګار ولسوالۍ په مربوطاتو کې د هوایي ځواکونو په برید کې د لغمان ولایت لپاره د وسلوالو طالبانو نومول شوي والي په ګډون د دې ډلې ۲۷ وسلوال طالبان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې د وسلوالو طالبانو یاده ډله له کونړ ولایت څخه لغمان ولایت علینګار ولسوالۍ ته په لاره وه، چې د هوایي ځواکونو تر برید لاندې راغله او یاده مرګ ـ ژوبله ورته واوښته.
خو د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د امنیتي ځواکونو دغه ادعا رد کړې ده.