د لغمان پیژندنې د کنفرانس په ویاړ مشاعره وشوه

په لغمان کې وړمه شپه د  لغمان پیژندنې د علمي کنفرانس په ویاړمشاعره وشوه.

په دغه مشاعره کې لغمان والي عبدالجبارنعیمي،د افغانستان د علومو اکادمۍ غړو،علمي او فرهنګي شخصیتونو، شاعرانو، لیکوالانو او ادیبانو برخه لرله.

لغمان والي د هېواد له ټولو علمي،فرهنګي شخصیتونو،شاعرانو،لیکوالانو او ادیبانو وغوښتل چې د فکر او قلم په قوت سره د ملي ګټو،ملي هویت،ملي ارزښتونو،ملي یووالي او ملي واکمنۍ لپاره کار وکړي.

وروسته په خپل وار سره ګڼ شمیر شاعرانو شعرونه ولوستل او د شعر په ژبه یې ولس ته د امن،سولې او یووالي پیغامونه واستول او لغمان ولایت یې د ښکلا او مینې ټاټوبی یاد کړ.

د لغمان پېژندنې سیمینار پرون په لغمان کې ترسره شو، چې ګڼو لیکوالو او فرهنګیانو پکې برخه لرله.