د لوبې غوره لوبغاړی څنګه او په کوم معیار غوره کیږي؟

لیکنه:  حاجي ګل خان افغان

د لوبې د غوره لوبغاړي د غوراوي لپاره کرکټ هیڅ کوم مشخص قانون نه لري. د کرکټ په لوبه کې د لوبې غوره لوبغاړی هغه کس ټاکل کیږي چې غوره پروفامنس تر سره کړي.

په ټوله کې د لوبې غوړه لوبغاړي امتیاز ګټونکې لوبډلې لوبغاړې ته ورکول کیږي، خو ډیري وخت یاد امتیاز د بایلونکې لوبډلې لوبغاړي ته هغه وخت ورکول کیږي چې د ګټونکي لوبډلې د لوبغاړو سره یې توپیر جوت وي.

لکه د مثال په ډول د ګټونکي لوبډلې لوبغاړي ۱۱۰ منډې کړي خو د بایلونکي لوبډلې لوبغاړي بیا ۱۶۵ منډې کړي په دې وخت کې توپیر جوت او پراخ دی نو د لوبې غوره لوبغاړی د بایلونکي لوبډلې لوبغاړی ټاکل کیږي.

ځیني وخت هغه لوبغاړی ټاکل کیږي چې د لوبې ټاکونکي پړاو کې ښه لوبه وکړي. د هند په IPL کې بیا د لوبې غوره لوبغاړي د غوراوي لپاره مشخصه تګلاره شتون لري.

هغوي د څلوریزې، شپږیزې، کیچ، منډې او ویکټې لپاره خپل پواینټونه ټاکلي او د همدې پواینټونو پر بنیاد د لوبې غورا لوبغاړی ټاکي.

څوک د لوبې غوره لوبغاړي د ټاکلو صلاحیت لري؟ د لوبې غوره لوبغاړي د ټاکلو لپاره هم مشخص کس نشته چې ویې ټاکي.

خو اکثره د کمینټیرانو لخوا ټاکل کیږي، او یا د میچ افیشلز لخوا، یا امپایر لخوا پخوا د لوبې غوره لوبغاړي لپاره دوي “Man of The Match” ” نوم کارولو خو بیا نجونو لپاره یاد نوم د هغوي توهین وو، نو له دې امله یې “Player of the Match” په نوم تغیر ورکړ تر څو د ښځینه لوبغاړو توهین ونشي.